ژباړه: ملیحه ناصري
تر شلو/دېرشو دقیقو وروسته مو وجود خولې کېږي، تږي کېږئ او ورو ورو ستړیا احساسوئ، د دې ټولو لامل به څه وي؟
دا په وجود کې د اوبو د کمښت نښې خپل ځان رابرسېره کوي. د وجود ډېر خوځښت او توده هوا، د دې لامل کېږي چې وجود کې اوبه کمې شي. د ورزش کولو پر وخت نه تږي کېدل، د دې نښه نه ده چې ګڼې د اوبو له کمښت سره نه یاست مخ شوي. وجود د ولږې په پرتله د اوبو د کموالي نښې چندان نه رابرسېره کوي؛ نو اړتیا ده چې داسې تګلاره وټاکئ څو د تمرین پر وخت آن که تږي هم نه شوئ، په وقفهيي توګه لږ لږ اوبه وڅښئ.
-تر ورزش دمخه: دوه ساعته مخکې، درې ګېلاسه اوبه وڅښئ.
-د تمرین کولو پر وخت: باید هرو پینځهلسو/ شلو دقیقو کې یو پیاله اوبه څښئ. دا چاره تر یو څه وخته لږ درته سخته برېښي؛ خو کرار کرار ورسره عادت کېږئ.
-تر ورزش وروسته: د هر کیلو بایلل شوي وزن په اندازه یو ګېلاس اوبه حتماً وڅښئ؛ ځکه وجود مو د ډېرو خولو تویولو له امله اوبه کموي.
د اوبو کمښت په ګرمه او سړه هوا پورې اړه نه لري. کېدی شي آن په یخه هوا کې مو هم وجود اوبو ته سخته اړتیا ولري.
د ورزشي څښاکو پېرل ښه دي، که د اوبو څښل؟
که چېرې تمرین له یوه ساعته زیات دوام نه کاوه، هماغه معمولي اوبه هم بسنه کوي. او که تمرین تر یوه ساعته ډېر اوږد شو، هغه مایعات وڅښئ چې د وجود د اړتیا وړ مناسبه انرژي پوره کړی شي. سپارښتنه کېږي چې ګازداره مایعاتو څخه جداً ډډه وکړئ. داسې څښاک وپېرئ چئ طبیعي وي؛ لکه: د مېوو جوسونه.
سودیم لرونکي ورزشي څښاک:
که چېرې تاسو آماتور ورزشکاران یاست؛ نو اړتیا نه شته چې سودیم لرونکي څښاک واخلئ. هغه کسان چې په داسې ورزشونو کې ګډون کوي چې تر څلورو یا تر هغې زیاتو ساعتونو ته غځېږي؛ نو دوی کولی شي دا ډول مایعات وڅښي. سودیم لرونکي څښاک د دې لامل کېږي چې اوبو څښلو ته انسان لېواله شي. هغه کسان چې عادي تمرینونه کوي، سودیم لرونکي څښاک کومه ګټه ورته نه لري. که چېرې د اوبو له څښلو سره کومه ستونزه نه لرئ، هڅه وکړئ معمولي اوبه وڅښئ.
د اوبو د کمېدو نښې:
هر ورزشکار ته اړتیا ده برېښي څو ځان پر دې پوه کړي چې ایا وجود یې د اوبو له کمښت سره مخ دی که نه.
-لومړنۍ نښې: ستوماني، سرګنګسي، د اشتها کمېدل، پوخ رنګی ادرار( چې د امونیاک بوی ورکوي)، د پوستکي ځوړندېدل، د تودوخې پر وړاندې نه مقاومت.
-ثانوي/شدیدې نښې: د خوړو په تېرولو کې ستونزې، د سترګو لوېدل او خړې خړې کېدل، د تعادل ګډ وډي، له درد او سوزش سره ادرار، فکر بېځایه کېدل، د پوستکي کرختېدل او ګونځې کېدل، اپلټې ویل، د عضلاتو درد.
که له دا ډول ستونزو سره مخ شوئ، اوبه څښل پیل کړئ، څو د وجود د اړتیا وړ اوبه پوره شي.
سرچینه: بیتوته/علم ورزش