راپور: بشر درویش
د افغانستان حکومت پریکړه کړې چې د ټولو ولایتونو ویاندویان له خپلو دندو لرې او دا مسوولیت والیانو ته وسپاري.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:
«پر ټولنیزو رسنیو کې د ولایتي ویاندویانو د بستونو لغوه کېدو په اړه ګونګوسې خپرې شوي. د ولایتونو ویاندویان په محلاتو کې زموږ پیاوړي همکاران دي، چې په سختو شرایطو او کمو امکاناتو یې د خپلو ادارو کړنې له ولس سره شریکې او د خپل ولس غږ ته یې هم انعکاس ورکړی دی.»
یادې ادارې ویلي دا کار یې د ښې اطلاع رسوونې په موخه ترسره کړی دی.
اعلامیه کې ویل شوي:
«د موضوع د روښانتیا لپاره باید ووایو چې په سيمه ییزه کچه د مؤثرې اطلاع رسونې په موخه به محترم والیان د خپلو ولایتونو اړوند اطلاعات، پرمختګونه او جریانونه له رسنیو سره شریکوي.»
ویاندویان به نور څه کوي؟
یادې ادارې ویلي چې د ولایتونو د اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیران چې تر دې دمه یې د ویاندویۍ چارې هم پر غاړه وې، له دې وروسته به د ولایت د رهبرۍ لپاره له عمومي وضعیت او جریانونو څخه د اطلاعاتو راټولولو، د محلي مسؤلینو او رسنیو تر منځ د اړیکو د تامین، د کنفرانسونو او خبري ناستو د تنظیم، د محلي ادارې او مختلفو اقشارو تر منځ د روابطو د ټينګښت، د والي په همغږۍ د ولایت د ټولییزو رسنیو او اجتماعي صفحاتو د مدیریت او یو شمېر نور اړین مسؤلیتونه پر مخ وړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې زیاته کړې ده:
«د حکومت د رهبرۍ د ګډې دیدګاه په رڼا کې د دولت د عامه او ستراتیژيکو اړیکو د کانالونو په مؤثریت، د تبلیغاتي دستګاه پر انسجام او د شریکېدونکو اطلاعاتو د چټکتیا او تدقیق پر مېکانېزمونو فکر کیږي. موږ به هڅه وکړو، چې په مرکز او محلاتو کې د پر وخت او دقیقو اطلاعاتو د شریکولو له لارې روڼتیا او حساب ورکول ترویج، ولسي نظارت زیات او د دولت ولسي اعتبار لا پیاوړی کړو.»
دې پریکړې ته غبرګونونه
په ټولنیزو شبکو کې دې پریکړې ته مثبت او منفي غبرګونه ورکړل شوي دي.
یو شمیر خلکو او ژورنالیستانو دا ګټور ګام بللی، خو ځینو نورو بیا دا پرځای کار نه دی بللی او ښکاري چې دا ډله اکثریت او له دې پریکړې سره مخالف دي.
هغه خلک چې ددې پریکړې هرکلی کوي، وايي په دې سره به والیان په خپله له خلکو او رسنیو سره تماس کې شي، ځواب ویونکي به شي او له هر څه به مستقماً خبر شي.
خو یو شمیر ژورنالیستانو او خلکو بیا دا رد کړي او ویلي یې دي چې دا د بیان ازادۍ ته صدمه ده.
ځکه دوی ټینګار کوي چې په دې سره به رسنیو ته د معلوماتو ورکړه محدود شي او نه شي کیدای چې پر وخت واليان د نورو کارونو ترڅنګ رسنیو ته هم حاضر شي.
خبریال رحمت الله زیارمل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
«ښه چې له ‘سخنګوى’ د سخن کلمه لرې کړې، نو هغه(!؟) شى پاتې کېږي. د جمهوريت واکمن وايي، سخنګويان دې نور هر څه کوي خو رسنيو سره دې سخن نـه کوي. دا شو منطق او د شل کلنې خوارۍ د بيان زادي. د ارګ دې اقدام معلوماتو د لاس رسي قانون مطلق رد کړى.»
ټولنیز فعال محمد کریم ناصري هم دا یوه ناسمه پریکړه بللې ده. هغه لیکلي:
«د والیانو ویاندویانو په تړاو؛ د یادو بستونو لغوه کول منطقي نه ده او احساساتي پرېکړه ده. والیان ډېرې بوختیاوې لري او نه شي کولای چې له دې نه وروسته ویاندويي هم وکړي؛نو ښه خبره داده چې په یادې ناسمې پرېکړې د سره غور وشي. هر حاکم چې د نورو مشورو ته غوږ ونه نیسي او خودخواه وي؛نو لرې نه ده چې د ځان په ګډون ټول ملت هم کندې ته وغورځوي.»
باید وویل شي چې تر اوسه د ولایتونو ویاندویانو د واليانو پرځای له رسنیو سره مستقماً اړیکې، خبرې او مرکې کولې، له دې وروسته به معلومه شي چې خپله والیان تر کومه حده دا اړیکه په ښه ډول ساتلی شي.