ژباړه: عایشه حیدري
سرچینه: تابناک
د کورونا واکسین له جوړېدلو سره سم مو دا هيله درلوده، چې نور به د دغې ناروغۍ هېڅ مثبته پايله ثبت نه شي، او په ارام خیال به بېرته خپل هغه ژوند ته چې تر کورونا وړاندې مو درلود ور وګرځو.
ماسک اچول له هغو ټکو یو و، چې موږ فکر کاوه، د کورونا واکسین تر تزریق ورورسته نور ورته اړتيا نه لرو. خو د متحده ایالتونو د الرژۍ او مېکروبي ناروغیو د ملي موسسې مشر، انټوني فاوچي خلکو ته خبرداری ورکړ او وې ويل، چې باید د کورونا واکسین له تزریق ورورسته هم ماسک واغوندئ. دغه موضوع یوازې په ماسک پای ته نه رسېږي. یانې موږ باید ټولنیز واټن او ټولې هغه روغتيايي لارښوونې چې د کورونا په دوران کې مو په پام کې نیولې، وروسته د کورونا واکسین تر کشف او تزریق څخه یې هم باید مراعت کړو.
که څه هم د کورونا واکسین ټولې نړۍ ته، عادي ژوند ته د بېرته ستنېدلو لپاره روښانه هیله وه، خو اوس مهال کارپوهان د دغه وایروس د څېړنې وروسته ټينګار کو، چې حتا د کورونا واکسین په تزریق سره هم باید ټول روغتيايي اصول مراعت شي.
۱ – څه باید وشي چې نور ماسک ونه کاروو؟
فاوچي په دې اړه وويل، موږ هغه مهال کولای شو چې د ماسک له کارونې ډډه وکړو چې ډېرو واکسین شوو کسانو باندې د کورونا واکسین مثبته اغيزه وکړي او له کورونا وایروس څخه په پوره مصونیت او امن کې پاتې شي.
فاوچي د دې ترڅنګ له نورو هېوادونو څخه د دغه وایروس لېږد په اړه هم خبردارى ورکړ. په اصل کې د کورونا واکسین اغېز تر دوه میاشتو ډېر دوام نه کوي، نو که چېرې د کورونا وایروس روغتيايي اصول مراعت نه شي، کولای شي هغو هېوادونو ته چې په دې توانېدلي چې د واکسین په واسطه کورونا وایروس د شپږو میاشتو لپاره له منځه یوسي، بېرته په دغه وایروس ککړ شي.
۲- وروسته له واکسین څخه هم ماسک وکاروو؟
د کورونا ناروغۍ د خپرېدلو د مخنیوی لپاره د کورونا واکسین یوه پیاوړې وسیله ده، خو بسنه نه کوي. فاوچي وويل، هغه کسان چې واکسین ورته تزریق کېږي باید هېر نه کړي چې واکسین د کلینیکي ناروغۍ مخنیوی کوي، خو بیا هم تاسو کولای شئ چې دا ناروغي نورو ته ور انتقال کړئ.
د کوویډ۱۹ واکسين ۹۵سلنه د هغو کسانو د ناروغۍ له پرمختګ او شدیدوالي څخه مخنیوی کوي چې دغه واکسین تزريق کوي خو د روغتیايي اصولو نه مراعتول کولای شي هغو کسانو ته چې د کورونا واکسین یې په هر لامل نه وي تزریق کړی له هر وخت نه ډېر زیانونه وزېږوي. ترڅو چې د کورونا وایروس په ټولنه کې کمېږي موږ باید د يوه ملت په توګه د ماسک کارونې ته دوام ورکړو، فیزیکي ټولنیز واټن مراعت کړو او له را ټولېدنو او غونډو ډډه وکړو.