جګړه او پر افغان کلتور يې اغيز

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

کلتور په لغت کې د کرنې، څارنې او پالنې په مانا دی چې د کلتور اصطلاح پخوانۍ رېښه لري او د دې کلمې رېښه د لاتینۍ ژبې (CULTURA) کلمې ته رسېږي چې د کرنې د ځمکې چمتو کولو څارنې او پالنې په مانا دی. ځکه چې پخوا زمانو کې د کلتور کلمه د شاړې ځمکې د برابرولو، ابادولو او جوړولو مانا درلوده، یعنې کلتور د یوې ټولنې مادي او معنوي لاسته راوړنې چې د وخت په تېرېدو له یو نسل نه بل نسل ته په مېراث پاتې شوې او ټولو ته د منلو وړ وي او یا دم، دم صیقل شوې وي کلتور بلل کیږي او کلتور په بشپړ مفهوم سره هغه څه چې د خپلې کورنۍ، مینې، کلي، ښار او یا هېواد په پرېښودو سره انسان نه پردی کیږي یعنې ژبه، جامه، رسم رواج، ودانۍ، ناسته پاسته، غم ښادي، خوارک، څښاک، ولسي موسیقي، سندرې، غږیدل، کړه وړه او ادبیات د کلتور سره تړلي دي.
کلتور ته په پښتو ژبه کې کلتور، په دري ژبه کې فرهنګ او په انګیسي ژبه کې ورته کلچر وایي چې په مادي او معنوي برخه کې د بشریت لاسته راوړنو ته کلتور وایي.
دا چې هر هېواد هره ټولنه ځانکړې لاسته راوړنې لري نو کلتوري عناوې هم ځانګړې وي نو کله چې یوه ټولنه او یا یو هېواد کې ستونزې رامنځ ته کېږي نو هغه هم کلتوري یرغل پر نورو کلتورونو دی.
دا چې کلتوري یرغل څه ته وایي لنډې خبرې پرې کوو. که په لنډ ډول ووایو چې کلتوري یرغل د یوې ټولنې او ملت په معنوي او رواني ژوند یرغل دی. او د دې ټولنې په ارزښتي نظام تیری کڼل کیږي چې په کلتوري یرغل کې د یوې ټولنې پر ټولې هستۍ تیری او برید ګنل کیږي او د یو هېواد ملت کلتور او ژبې، ملي ویاړونو، ارزښتونو، هنر، تاریخ، ملي هویت، ملي، غرور، دود دوستور، رسم رواج، ناستې پاستې او حتا په لباس باندې بې درېغه بد اغېز کوي.
نو؛ که څه هم په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې د انګرېزانو لاس له افغانستان نه لنډ او افغانانو د بې سارې سرښندنو په پای کې خپلواکي واخیستله؛ خو د پيرنګیانو د کلتوري یرغل اغېز تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شو. انګرېزان په فزیکي ډول له افغانستان څخه ووتل؛ خو فرهنګي راج یې دوام درلود؛ ځکه خو افغانان په دې ونه توانیدل چې د اسلام او ازادۍ په نوم ګټلی انقلاب یې رنګ راوړي! دوی ونه شو کړای چې په هېواد کې یې د قرآن د غني فرهنګ غوړېدو ته بستر برابر شي، عام ولس د یاد فرهنګ تعمیم ته د بې علمۍ له کبله جوړ نه و، او حاکمو طبقاتو په شعوري او لاشعوري ډول د پردي فرهنګ تمدید ته لاره هواروله! ژمن لیکوالان د تغافل په چوتره کېناستل او د ولسي تنور په لاره کې یې علمي ګامونه وانخیستل ، میدان شغالي و او په دغه شغالي میدان کې د هغو قلموالو قلمي پنځونو بازار وموند چې د قلم له رنګ سره یې د انګرېز د وینې رنګ ګډ و! «ملي هنداره» یو له هغو کتابونو څخه و چې د پیرنګیانو د فرهنګي اغېز له تمدید سره یې مرسته کوله، پدې کې له حقیقت نه لري هغه خیالي نکلونه راغونډ شوي وو چې د افغانانو لپاره د نن مُبتذلو سریالونو او فلمونو په څېر مُضر تمامېدل! ډېری افغانان د یاد کتاب په لوستلو او اورېدلو بوخت وو.
د ظاهرشاه د واکمنۍ په کلونو کې جومات په جومات په افغانستان کې همدغه کتابونه لوستل کېدل، یوه لوستي سړي به د ځوانانو یوه لویه حلقه په ځان را ټوله کړې وه او د مؤمن خان او شېرینۍ، سیف الملوک او بُدرۍ جمالې او فتح خان بړېڅ په نکلونو به یې بوخت ساتلي وو، دا نکلونه په دومره لوړ حد کې د ځوانانو لپاره په زړه پورې ول چې د بل هر څه په نسبت یې ډېر اورېدل!! دا ځکه چې د ځوانانو د علمي تندې ماتولو لپاره بل څه نه و، قرآن، حدیث او د اسلامي فقهې کتابونه شاته غورځول شوي وو، د قرآن د احترام طریقه به دا وه چې کال په کال جامې ورته نوې او په تاخچه کې کېښودل شي!!
په جوماتونو کې د قرآن او حدیث د تدریس او تفسیر پروګرام نه و؛ ځکه چې ډېری علماء پخپله هم د قرآن او حدیث له علمه بې برخې ول، د ځینو عالمانو سپارښتنه به ولس ته دا وه چې د صرف او نحوې کتابونو له زده کړې پرته د قرآن زده کړې ته مخه نه کړي او کنه پرې بوختېدل به یې د ثواب په ځای ګناه ور په برخه کړي! دغه مضر احتیاط نه نوي سلنه افغانان د قرآن له زده کړې محروم کړل؛ ځکه خو یې د نکلونو په لوستلو او اورېدلو تنده ماتوله!!
افغان علماوو شاید دا کار د ښه نیت له مخې کړی وي؛ خو ښکاره ده چې ګټه یې ښکېلاکګرانو او تاوان یې افغانانو ته ورسېده! افغانانو په لاشعوري ډول هغه پروګرام عملي کړ چې انګرېزانو یې د تعمیل او تمثیل لپاره دقېقې شمېرلې.
یو مهال د انګلستان د وخت صدر اعظم «ګلادستون» قرآن په لاس پارلمان ته مخاطب شو او ويې ویل:
«تر څو چې دا کتاب (قرآن) د مسلمانانو په منځ کې موجود او مسلمانان ترې الهام او د ستور اخلي، انګرېزان به کله هم پرې غالب نه شي.!!»
ګلادستون پر اسلام او مسلمانانو د غلبې لاره دا وښوده چې قرآن او مسلمانان سره بېل کړي، دوی بېلابېلې طریقې په کار واچولې او په افغانستان کې یې که له یوې خوا افغانانو ته د نکلونو کتابونه ډالۍ کړل او کلونه، کلونه یې پرې بوخت وساتل،له بلې خوا یې یوه خطرناکه حربه دا په کار واچوله چې د ځینو بې خبره علماوو په ذریعه ولس د قرآن له زده کړې په دې عنوان محروم وساتي چې ګویا د صرف او نحوې پر کتابونو له پوهېدلو پرته به یې د قرآن زده کړه د ګناه لوري ته بوځې! دغه مضر احتیاط او په څنګ کې یې د استعمار چټک فرهنګي افغانان په سوکه، سوکه له قرآن نه بېل کړل، قرآن ته دومره په سپکه سترګه کتل کېدل چې په ښوونځیو کې یې په نه زده کړه هم، چا ځکه څوک نه شوای ناکامولای چې دې ستر الهي کتاب ته د مضمون په سترګه نه کتل کېدل!!!
د دې تر څنګ د وخت ځینو چارواکو هم ولس له خپل کولتور او قرآن نه لري وساته او په خورا لوړه کچه افغانستان ته فساد مخه وکړه، د نن په څېر د ساز او نڅا میدان ګرم شو آن تر دې چې په رمضان المبارک کې به د ډمانو لپاره هوټلونه ټېکه کېدل او د رمضان هره شپه به په سندرو او نڅاوو تېرېدله او کابل راډیو به یې اعلانونه خپرول!!!، د دې پایله دا شوه چې افغانستان ګام په ګام د بحرانونو غېږې ته ولوېده!! د لوېدیځ د بربنډ کولتور په څنګ کې روسی فرهنګ هم راوړل شو، له دې سره هم مهال زیات شمېر افغانانو د کمونیزم نیکټایانې په غاړو کې واچولې او په مدار، مدار یې افغانستان د سرو لښکرو یرغل ته برابر کړ چې دا دی تر ننه یې افغانان له شر نه لا نه دې خلاص شوي !! نه یې د ایډیا او مفکورې له شر نه خلاص دي او نه یې د هغه مصیبت نه، چې د کمونیزم او امپریالیزم له ګډ فرهنګ نه را وټوکېده او د سره او تور زبر ځواک په نظامي تاړاک تمام شو!!
اوس پداسې حال کې چې افغانانو له یوه عظیم الشان اسلامي انقلاب او د سرو یرغلګرو تر ماتې وروسته په خپل هېواد کې د اسلام او قرآن د تحاکم هیله لرله متاسفانه یو ځل بیا له پردي خطرناک کولتوري یرغل سره مخامخ شول، نن په افغانستان کې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا بېلابېل تلويزیوني چینلونه، راډیوګانې او مجلې په کار اچول شوي او د دیموکراسۍ تر سرلیک لاندې په یوه بربنډه بڼه د افغانانو د فکري انحراف له پاره کار کوي!!
ډیری افغانان د ډېرو مُبتذلو فیلمونو او سریالونو تر کتلو وروسته په خپلو اولادونو د فلمي کرکترونو او اداکارانو نومونه ږدي، په دې کې داسې نومونه هم شته چې دغیرت خاوندان به یې په تش تذکر هم خولې، خولې شي!! تولسي، پيرینا، پولاډ علمدار، ګیتا، شاه رُخ خان او… هغه نومونه دي چې ځینې افغانان پرې ویاړي او مباهتاً یې د خپلو اولادونو لپاره انتخابوي!
ډېری راډ یوګانې او تلویزیونې چینلونه د فرمایشي سندرو په پروګرامونو کې افغانې پېغلې دېته هڅوي چې دوی ته د یوې سندرې فرمایش ورکړي او په تیلفون کې یې په ترنم هم ترې واوري!! دې جریان زموږ له ناخبرو او بې علمو پېغلو او ځوانانو سندرغاړي جوړ کړل!! په ځینو مجلو او خپرنیزو رسنیو کې داسې کیسې خپریږي چې ښځه له مېړه نه بغاوت ته هڅوي !! ډ ېری ځوانان په دې ککړ فرهنګ کې هومره پرمخ تللي چې غوږوالۍ غوږونو ته اچوي، لاکت په غاړه کوي، بنګړي لاسونو ته اچوي ، آرایشګاوو ته ځي او په دې ویاړي چې د پردیو په چوپړ کې ګټلې پیسې په سرخي او پوډرو ولګوي! تېر کال آزادۍ راډیو له څو تنو هغو ځوانانو سره مرکې لرلې چې ارایشګاوو ته تلل او د ځانونو په آرایش یې په زرګونه افغانۍ لګښت کا ؤ، ځینو یې په ویاړ سره دا خبره کوله چې په ارایش یې پينځه زره افغانۍ لګښت راځي او دا یې د ځان حق او تمدن ته ورلنډېدل ګڼل، د هغوی له نظره تمدن دا دی چې نارینه د جینکۍ په بڼه څرګند شي او تر جینکۍ دوه برابره ډېر پوډر او لب سرین استعمال کړي!! یو مهال کټ مټ همدې ته ورته نظر کمونیستانو هم لاره، هغوی هم تره قي، دیموکراسي او تمدن همداسې تعریفول، مترقي او روڼ اندي یې هغه وګړي ګڼل چې له ښځې سره یې توپیر ونه شي، د پردي او کوڅه ډب بېټل په پوزېشن کې را څرګند شي او د خپل کلتور په خلاف هرې پستۍ، بې ننګۍ او پردیتوب ته لاس واچوي، هغوی تر هغه حده د کمونیستي فرهنګ تر تاثیر لاندې راغلل چې د خدای (ج) له وجود نه یې انکار وکړ، «فلم بې خدا» یې وښود، په پرچم جریده کې یې په لینین درود ووایه، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خلاف یې کارتون چاپ کړ، او د قرآن پاڼې یې تشنابونو ته وغورځولې!!! کمونیستانو داسې کارونه له تمدن سره غوټه کول.!!!
دا خلک هغه مهال ځکه د کمونیزم په خُم کې رنګ شول چې پر افغانستان د پردي فرهنګ راج چلیده او په مقابل کې يې مسلمانانو نه راډیو لرله، نه یې یوه علمي نشریه لرله او نه یې علماوو د ولس د بیدارئ لپاره پیغام لاره، د جُمعې ، او اخترونو په ورځو کې د چا له خولې داسې پیغام نه خپریدو چې د پردي کلتور له اغېز نه د افغانانو په بچ کولو کې مُمد ثابت شي! په جنازو او د مړي په مراسمو کې هم له کوم عالم نه داسې سازنده پیغام نه خپریدو چې د پردي کلتوري یرغل ځواب وګڼل شي!! د ظاهر شاهي واکمنۍ په وروستیو کې د«ګهیځ» جریده راووته او په څنګ کې یې د یو شمېر علمي شخصیتونو له خوا د «پیام حق» مجلې په پاڼو کې مقالې خپرې شوې چې د ولسي تنور په برخه کې مثمرې ثابتې شوې؛ خو کله چې «نهضت جوانان مسلمان» تشکیل کړی شو او یو شمېر بااحساسه ځوانانو د پردیو فرهنګي ننګونو پر وړاندې عملا په لاریونونو لاس پورې کړ او په خپلو علمي څرګندتیاوو سره یې افغانان په ځانونو پسې بهیر، بهیر وګرځول، دې جریان تر یو بریده د پردي فرهنګي یرغل اغېز را کم کړ او افغانانو ته یې د بیدارئ څراغ په لاس کې ورکړ؛ خو دا هغه وخت و چې روسانو په افغانستان کې ریښې زغلولې وې او افغان قوم یې د سبا له خطرناکو پایلو ناخبره ساتل شوی و!! د افغانانو د همدغې ناخبرۍ او د پردي کولتور تر اغېز لاندې د راتللو له کبله، کمونیستانو افغانستان سره استعمار ته حواله کړ او روسانو ته یې ډاډ ورکړ چې افغانستان به د سرې ټولواکمنۍ شپاړسم جُز ګرځوي!!! الکساندر مایوروف په خپل کتاب کې همدېته نغوته کوي او کاږي چې د افغاني کمونیستانو او روسانو پلان دا و چې افغانستان د روسانو شپاړسم جمهوریت شي.!!! دې ملوث جریان او له دې نه را ټوکېدلیو ننګونو افغانستان تر ننه د بدمرغیو په کومي کې وساته!!
اوس په داسې حال کې چې دلته د پردي فرهنګ تاثیرات ورځ تر ورځې ډېرېږي او دسبانیو بدو پایلو غمازي کوي، متاسفانه د پخوا په څېر یې نه افغانان په لازم ډول په مقابله پوهېږي او نه هغه امکانات په کار اچولی شي چې د پردیو د کلتوري تهاجم له اغېز نه یې بچ کړی شي، بیا هم نه له کوم عالم سره د ولس د بیدارئ پیغام شته او نه یې په مقابل کې تخنیکي او علمي برنامه!! ځینو وګړو او حلقاتو راډیوګانې او تلوېزینونه فعال کړي؛ خو پروګرامونه یې هومره پڅ دي چې له محدودو، وګړو پرته یې څوک ګوري هم نه!! ځینې کړۍ په مجلو او ورځپاڼو باندې لګښت کوي؛ خو د ډېری لیکوالانو په لاس کې یې هغه مشال نشته چې د نن په تروږمیو کې د لوېدلیو افغانانو لارې روښانه کړي!! یو شمېر پانګه وال افغانان داسې هم شته چې د ځان د تشهیر په نیت په یوه ورځپاڼه یا مجله لګښت کوي؛ خو د دې پروا نلري چې د نشریې په غېږ کې خپرېدونکي مطالب یې د اسلام او مسلمان په ګټه تمامیږي او که د ښکېلاکګرو!!
همداراز داسې حلقې اوس هم شته چې د استعمار د کلتوري یرغل په غبرګون کې تلوېزیون په دار ځړوي، او داسې ثروتمند افغانان خو په لکونو دي چې په ناروا سیالیو کې په میلیونونو افغانۍ مصرفوي؛ خو د مسلمان د تنور چارې ورته بې ځایه لګښت ښکاري! په هوټلونو کې د واده او بل ناجایز رقابت مراسم په ډالري لګښتونو نمانځلی شي؛ خو د علمي بنیاد په اېښودلو کې یې ملا ماته ده، او همدا راز په مجللو بلډینګونو په میلیاردونو ډالر لګوي؛ خو یوه ورځ داسې فکر ورسره نه پیدا کېږي چې ملت یې د ښکېلاک له فرهنګي ګرداب نه د را ایستلو حق پرې لري!!
نو ای پانګه والو!
ای دجهاد له دستارخان نه ماړه شویو ښاغلیو!
را وړاندې شئ او افغان لار ورکي قوم ته د هدایت شونټۍ په لاس ورکړئ، راځئ خپلې پانګې د افغانانو د تنویر په لاره کې په کار واچوئ، په دې مه بسیا کېږئ چې چا یوه مجله را ایستلې او په دې باندې خپله غاړه خلاصه ګڼي، چا یو تلوېزیون فعال کړی، دوې درې ترانې او د یو پڅ ملا تقریر پکې خپروي، او چا چېرته یو مطبوعاتي کنفرانس ورکړی او یا یې قلقله یي بیانیې خپرې شوې. د ښکېلاک د بربنډ کلتوري یرِغل مقابله پراخ علمي هاند غواړي‎، چې بویه له ممبر، پوهنتونونو، ښوونځیو، راډیوګانو، سترو سترو علمي غونډو، قوي نشراتو پیل او د ولس تر فرد، فرد پورې یې پیغام ورسېږي. متاسفانه د اسلام او جهاد حلقې له شته وافرو امکاناتو سره، سره نه دې توانېدلې چې په دې اړه اړین ګامونه واخلي او دا په داسې حال کې ده چې ولس خپله علمي تنده د پردیو مضرو خپرونو په کتنه ماتوي.!!!