مالګه د ژوند مزل لنډوي: ښه بديل يې څه دى؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: عایشه حیدري

مصنوعي مالګه کولای شي خلک د زړه له عروقي ناروغيو څخه وژغوري.
د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ترسره شوو څېړنو له مخې، يوازې په چین کې د مالګې پر ځای له پوټاشیم څخه ګټه اخیستنه کولای شي نږدې د نیم میلیون تنو انسانانو له هغو مړينو څخه مخنیوی وکړي، چې د عروقي ناروغيو له امله پېښېږي.
څېړنو ښودلې چې په ټولیيز ډول د مالګې د بدیل کارونې له امله د وينې د فشار ښکته راتګ، د مغزي سکتې له امله د رامنځته شوې شاوخوا ۲۰۸۰۰۰ مړینو، د زړه ناروغيو له امله د رامنځته شویو شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ مړینو او د دې برسېره د زړه د عروقي ناروغيو له امله د رامنځته شویو شاوخوا ۷۴۳۰۰۰ مړينو مخنیوی کوي. همدارنګه په کال کې د پښتورګو د ناروغیو کچه شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ ښکته راولي.
په چین کې د پوټاشیم استعمال کچه ډېره ټيټه ده، په داسې حال کې چې برعکس په یاد هېواد کې د سوډيم کارونه له توصیه شوې کچې څخه ډېره لوړه ده.
په چین کې د مالګې ډېر استعمال معمولاً د دسترخوانونو پر سر دود دی. د دغه بدیل محصول استعمال په چین کې د وینې د لوړ فشار اړوندو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې یوه هیله بښوونکې سټراټيژي ده، چېرته چې په ۲۰۱۵م کې نږدې دوه میليونه تنه د وينې د لوړ فشار له امله مړه شوي دي.
د ډېرې مالګې خوړل د وينې د فشار د لوړېدا لامل کېږي چې تر وخت وړاندې مړينو اصلي لامل دی، چې د ماغزو د سکتې او یا د زړه د عروقي ناروغيو له امله رامنځته کېږي. ګمان کېږي چې هر کال په ټوله نړۍ کې د مالګې له حد‌ څخه زیات استعمال له امله نږدې ۳میلیون تنه مړه کېږي.
په چین کې د سوډیم استعمال د روغتیا نړيوال سازمان له خوا د توصیه شوې کچې، دوه برابره ده او د چین نږدې نیم خلک له ۳۵ کلنۍ څخه تر ۷۵ کلنۍ پورې د وينې لوړ فشار لري. په چین کې د ۳۰سلنه هغو کسانو د مړینې لامل چې د سکتو له امله مړه کېږي او عمرونه یې له ۷۰ څخه ښکته دي د سوډيم له حد څخه زیاته کارونه ده.