لیکنه: بشر درویش
افغان ولسمشر اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کندهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته ورغلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې د کندهار د مسوولینو، مشرانو او متنفذینو له تود هرکلي وروسته جمهوررئیس غني ۲۰۵ اتل قول اردو کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدو منسوبینو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
سرچینې ویلي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په کتنه کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کندهار والي حیات الله حیات هم حضور درلود، محمد غوث د بریدملانو، نورالله د سرتېرو او جمشېد د افسرانو په استازیتوب جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ویناوالو له جمهوررئیس څخه د دوی د همېشني ملاتړ، مخامخ کتنو او ټلیفوني تماسونو له لارې د احوال اخیستو مننه وکړه وې ویل، دوی په عالي مورال د هیواد د دفاع او د خلکو د خوندیتوب او امنیت لپاره مبارزه کوي.
دوی د پرمختللو وسایلو، تجهیزاتو، البسې، ترفیعاتو، مقرریو، د ټپیانو د درملنې، د پرسونل د روټېشن، امتیازاتو، الکترونیکي تذکرو، د پروخت اکمالاتو، د فساد د مخنیوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د ورکړې او لا ښې رسیدګۍ په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني یادو ځواکونو ته وویل:
«ستاسو ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته به پر وخت رسېدګي وشي، ستونزه د امکاناتو نه، بلکې د کاغذپرانیو ده چې په اساسي توګه باید له منځه یوړل شي. ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې به داسې واضح میکانېزم ایجاد شي چې د مقرریو پر شفافیت ستاسو باور لا زیات شي.»
هغه د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د ملي امنیت شورا دفتر کې دې د اکمالاتو د رسېدو د باوري کېدو لپاره واضح میکانېزم ایجاد شي. د وسایطو د خفظ او مراقبت قراردادي ځایناستی دې پیدا شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، ۲۰۵ اتل قول اردو د کندهار د امنیت او ساتنې اصلي قوت دی او د لا پیاوړتیا لپاره به یې اساسي پانګونه او پاملرنه وشي.
اشرف غني د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ته په خطاب کې ویلي:
«د احمد شاه بابا او میرویس نیکه د تاریخي میراث ساتنه ستاسو مسوولیت دی او زه باوري یم چې تاسو یې په ښه توګه ترسره کوئ.»
د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح له افغان ځواکونو مننه کړې.
هغه ویلي:
«ما ستاسو په غوښتنو او وړاندیزونو کې ستاسو له لوړ مورال، همت، شجاعت، شفافیت، قانون او مقرراتو مه واره نور څه ونه لیدل.»
هغه زیاته کړه، د شپږنیمو بجو برنامې د مدیریت یوه شېوه ده او موخه دا ده چې نور هم ورڅخه الهام واخلي.
غني ولې کندهار ته لاړ ؟
افغان ولسمشر اشرف غني داسې مهال کندهار ته ولاړ چې په دې وروستیو کې کندهار او ورسره ګاونډي ولایت هلمند د تودو جګړو شاهدان دي.
د کندهار ارغنداب، پنجوايي او نورو سیمو کې هره ورځ د پراخو جګړو راپورونه ورکول کیږي.
دې جګړې د خلک پر ژوند خورا منفي اغیز کړی دی، چې له امله یې د کندهار یو شمیر سیمو کې د انارو رسیدلي باغونه هم زیانمن شوي او پر وخت ورته د نه رسیدو له امله یې بزګرانو ته هم زیانونه اوښتي دي.
خو عموماً له دې سفر شاید مشخصه دوه اهداف موجود وي:
لومړی دا چې افغان ولسمشر ښايي کندهار کې طالبانو ته د خپل هغه وړاندیز یادونه وکړي چې یې ورته ویلي، څو له دوی سره په افغانستان کې خبرې وکړي او ووايي چې کولی شي دا خبرې همدلته په کندهار کې ورسره مخته بوځي.
په کور دننه وړاندیز شا او خوا اونۍ وړاندې افغان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اعلان کړی و چې ولسمشر غني یې هم ملاتړ وکړ.
دا وړاندیز پر ټولنیزو رسنیو د پام او ګټور بلل شوی دی.
دویم پیغام یې شاید دا اوسي چې ښاغلی غني غواړي طالبانو ته ووايي چې نه شي کولی د جګړې له لارې پراخ حاکمیت ترلاسه کړي. ځکه په تیرو څو میاشتو کې په کندهار او هلمند کې خورا درنې جګړې شوې دي، طالبانو یو شمیر سیمې هم نیولې وې چې بیرته له سختو جګړو افغان ځواکونو نیولي دي او ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.
شنونکي اټکل کوي چې طالبان هڅه کوي د خبرو پرمهال پراخ ځایونه ونیس او دا یوه لار بولي چې فکر کوي چې کولی شي په دې سره په خبرو کې خپل اغیز زیات کړي.
ویل شوي چې وروستۍ تودې جګړې چې هلمند او کندهار یې هم شاهدان دي، هم ښايي د ورته موخې لپاره ګرمې شوي وي.
د افغانستان حکومت ویلي دوی پر ټولو سیمو تسلط لري او نه پریږدي چې وسله وال ترې پراخې سیمې ولري.
که څه هم کندهار ته د ښاغلي غني د سفر په اړه نورې خبرې نه دي شوي، خو وروسته به معلوم شي چې ښاغلی غني رښتیا هم د بیا ځل لپاره طالبان اوربند، داخل او بیا کندهار کې د بین الافغان مذاکراتو کولو که نه.