ګډ ژوند؛ یو بل ته انرژي بښونکې جملې ووایاست

رنګین تجريدي ډیزاین

د ژوند د هر بل پړاو په څېر, د ګډ ژوند پیلول له خپلو ټولو غټو- وړو ستونزو سره ذاتي خوږلني هم لري. دا هغه پړاو دی چې هره پېغله او ځوان یې کلونه په تمه وي. په اړه یې خیالونه ګوري او رنګینه مینه ییزه دنیاګۍ ځان ته جوړوي؛ خو د دې رنګینې نړۍ د رنګه ساتلو رازونه ډېر دي چې له هغې جملې څخه یو راز یې د مثبتو انرژي بښونکو کلیمو او جملو کارول یو بل ته دي.
مېرمنې دې هڅه وکړي چې دا ډول کلیمې او جملې وخت ناوخت خپل خاوند ته ور واوروي:

– زما اتله: هغه نه خپل اتل جوړ کړئ!

که چېرې ستر ټولنیز دریځ وهم نه لري, تاسو ته اتل دی او شي به؛ خو که تاسو خپله وغواړئ. دا وړه خبره نه ده. لفظاً څلور ټکي کلیمه ده؛ خو ستر مانیز ارزښت پکې نغښتی. تاسو په ځلونو هغه ته وریاده کړئ چې ستاسو د کوچنۍ نړۍ اتل دی. بیا وګورئ ورو – ورو خپله له ځانه اتل جوړوي.

  • مینه درسره لرم: د ژوند تر ټولو زبردسته جمله ( مینه درسره لرم! ) ده. مینه بې کچې اغېز لري او دا چې تاسو په نرمه ژبه هغه ته وایاست چې مینه ورسره لرئ, د خاوند روح مو پرې تازه کوئ. ذهني فشارونه یې کموئ. تاسو کولی شئ د ژوند غټې ربړې مو په همدې ساده جمله باندې حل او لرې کړئ. موقع پسې مه ګرځئ! هر کله در یاد شول, سمدستي ورته ووایئ.

  • پر تا ویاړم: د ګډ ژوند د بریالیتوب یو راز یو بل ته ارزښت ورکول, یو د بل وړتیاوو ته ارزښت ورکول, یو پر بل ویاړل دي؛نو هېڅکله دا لنډه جمله مه ترې سپموئ. تاسو د هغه د ذهني ملیشو وژلو لپاره ځان په همدې وسله سمبال کړئ. که چېرې تاسو ته یې د مینې حس ژوندی وي, هرومرو ستاسو دا جمله اغېز پرې ښندي او درته تسلمېږي.

نارینه دې هم د ګډ ژوند سمولو او اوږدولو کې خپل رسالت د هر بل مسوولیت تر څنګ د دې جملو په ویلو ادا کړي:

  • تر هر چا راته متفاوته یې: د ښځو خوښېږي چې تر نورو مېرمنو بره وي, مخکې وي او له نورو سره جوت توپیر ولري. که چېرې ستاسو مېرمن بیخي عادي پښتنه/ کوچۍ مېرمن هم وي, تر هرې ښاري مېرمنې تاسو ته غوره ده؛ ځکه ستاسو د ستونزو پر وخت ښاري نجونې نه, همدا مېرمنه مو تر څنګ ولاړه او مبارزه کوي. بیا نو تاسو هرومرو دا جمله چې ( ته ماته تر ټولو متفاوته یې!) ورته ووایاست!

  • ښکلې یې: څومره خوشحالېږي هغه ښځه چې خاوند یې ښکلا وستایي. که غواړئ د ښځې احساسات مو تاسو ته ژوندي پاتې شي, دې ګل ته د مینې اوبه وروڅښئ. ورته ووایاست چې د هغې ښکلو سترګو, ښکلي پوستکي, ګڼو یا تورو ویښتانو, خوږو خبرو تاسو جذب کړي یاست. هغې ته وریاده کړئ چې ځان ته ورسي او تاسو ته ځان ناوه کۍ کړي.

  • خبرې دې خوند راکوي: هېڅکله مو د مېرمنې خوله مه پټوئ. هغې ته مه ووایئ له خبرو سره دې پاذاب یم. پرېږدئ یې چې درته وغږېږي. یوازې غږېدا نه, د خبرو مینځ کې ورته ځیر شئ, ورته ووایاست څومره خوږه خوږه غږېږې, مه چوپ کېږه, خبره اوږدوه چې درته غوږ شم.

  • ډالۍ مې درته راوړې: هغه وخت چې مېرمن مو ډالۍ ته هېڅ په تمه نه وي او تاسو ډالۍ ورکړئ, میدان به مو ګټلی وي. د ښځو ډالۍ خوښېږي. هوښیاره مېرمن په ډالۍ کې د هغې بیه نه لټوي, په نغښتې مینه پسې پکې ګرځي. دوی ته له ډالۍ نه , ډالۍ کوونکی ډېر ارزښت لري؛ خو د هغوی د زړه ګټلو لپاره خورا اسانه لار ډالۍ ورکول دي.

  • پخلی دې خوندور دی: ښځې هغه وخت خپه شي چې په هر ځل دسترخوان هوارېدو سره نارینه یې ورته ووایي:( اوف! دا دې څه شی پاخه کړي؟ تروش دي, خام دي, بېخونده دي, بدمزه دي…). برعکس, کله چې د هغې په لاسونو پاخه شوي خواړه په خوند وخوړل شي او بیا د اولادونو یا نورې کورنۍ مخکې یې پخلی وستایل شي, من من غوښه اخلي, خوشحالېږي. د دې خبرې په ویلو سره خاوند خپل قدر لا پرې ډېرولی شي؛ ځکه هغه پخلی که کوم کمی ولري او خاوند یې وستایي, دا پرې ویاړي چې د دې زحمتونه یې بې ارزښته نه دي ګڼلي.

  • مینه درسره لرم: د مخکنۍ خبرې په دوام, خاوند دې هم هڅه وکړي خپلې کوژدنې / مېرمنې ته وریاده کړي چې څومره مینه ورسره لري. د خپلو مېرمنو غوږونه په دې ښکلې جمله ونازوئ.