افغانستان کې د زیږون پرمهال د مور و ماشوم مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: بشر درویش

په افغانستان کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
یاد سفارت ویلي چې دا د پام وړ پرمختګ دی چې تیرو کلونو کې شوی دی.
د امریکا سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي:

«۱۹ کاله مخکې، په افغانستان کې له هر۱۰۰,۰۰۰ مېندو څخه چې ماشوم یې زېږول، ۱,۱۰۰ تنه یې خپل ژوند له لاسه ورکول، خو نن ورځ و دمتحده ایالاتو د پام وړ مرستو په پایله کې، دغه شمېره تر نیمايي زیاته راټیټه شوې یعنې ۳۹۶ ته رسېدلې ده.»

یاد سفارت دا یو غټ پرمختګ بللی دی او ویلي یې دي چې خپل رول لري:

«دا یو ستر پرمختګ دی، خو تر ټولو مهمه دا چې د ډیرو میندو د ژوندي پاتې کیدو سره، دوی کولی شي په سوله کې د خپلو ماشومان د ودي، شاهدان اووسي.»

https://www.facebook.com/kabulusembassy/photos/a.59994548909/10159233235343910/
دې سفارت دا نه ده واضح کړې چې دا شمیرې یې څنګه او له کومه ځایه راخیستې دي.
د افغانستان د روغتیاز وزارت او نورو اړوند ادارو او بنسټونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د روانو پرلپسې ناخوالو له امله روغتیايي امکاناتو کموالي یا بیخي نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ویل شوي چې اوس تر یوه حده ډیرو سیمو ته روغتیايي لارښوونې او امکانات رسیدلي، خو اوس هم داسې سیمې شته چې هلته عامه پوهاوی او دا امکانات په واک نشته چې له امله یې میندې او ماشومان د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
که چیرته دا وروستی شمیر چې د امریکا سفارت اعلان کړی، همداسې اوسي، نو دا به د پام وړ پرمختګ وي، چې د سولې خبرو په بریالي کیدو سره به دا کچه لا ډیره ښکته ولاړه شي.