لیکنه: مهر تاج
مینه ځوانه ده!
مینه هغه تاندې پیغلې ته ورته ده، چې په خپل وخت سره د مَین په زړه کې دیره کېږي، کور جوړ کړي.
که یو سل او شل کاله پر مَین تیر شي… بوډا شي، په غوږو کوڼ او په نظر ړوند شي، حافظه یې کمزورې، خپل پردی اولادونه ورڅخه هېر او له پیژندګلوی یې عاجز شي، خو تنها څه یې چې په یاد او هېر نه وي؛ د مینې کیسه(یوه ښکلې پیغله) ده، د هغې پانزیبونو شړنګا یې، د بنګړو شور، د وجود خوشبویې، پستي خبرې، زړه راښکوونکى مسکا او وژونکی نظر یې وي.
کله چې هم، تش د نامه یو توری یې وریاد کړي، نو بوډا به درته د سلو کالو وړاندینۍ کیسه داسي کټ مټ بیان کړي لکه “پرون” … چې حتا د ښکلې پیغلې د پښو ښکالو به هم داسې در انځور کړي، چې د هرې تیرې شوې ورځې او وخت انځور به درباندې لکه د سینما په پرده وویني.
هر څه زړېږي، خو مینه ځوانه وي
مینه د انسان، نیم عمر لنډوې، ځوان زړوې، خو پخپله د مَئین له زړښته ساه، وینه او رنګ اخلي. مینه د عمر په تیرېدلو ځوانېږي.
مینه یو داو دی.. د ځوانی پر زړښت باندې، او هر هغه زوړ ځوان دی چې مَئین وي، مئین زړه ولري؛ ځکه “مینه ځوانه ده” زړښت نه لري.
یو مَئین د مئینېدلو لپاره، عمر ته اړتیا نه لري!
کله چې ځواني په زړه کې وي، نو ظاهري بڼې ته په کتلو سره موږ چاته زوړ نشو ویلای.
نو کله هم نه باید کوم د ډېر عمر لرونکي ( زوړ/زړې) ته دا خبره وکړو چې: ته او مینه/ مَئینېدل!؟
ځکه اصلي مَئینان زاړه دي نه ځوانان؛ ځوانانو لا له ډېرو سرحداتو/پولو نه وي تیر شوي او ډېرې تجربې یې نه وي کړي. د مینې مدرسه یې نه وي بشپړه کړي او سند یې نه وي تر لاسه کړى.
مینه چې دې زوړ نه کړي مین نه یئ!
او زړه کې چې دې زور و مستي نه وه، ځوان نه يې…!!