ـ باور ولرئ، بریا دا نده چې هیڅکله ماته ونه خورې، بریا هغه ده چې د هرې ماتې وروسته بیرته پورته شې او ماته ونه منې.
ـ هغه کار چې غواړئ ترسره کړئ د هغه ترسره کولو لپاره باید ډېره لېوالتیا ولرئ، ځکه لږ شوق او اشتیاق بسنه نه کوي، هر څومره چې ستاسې لېوالتیا ډېره هغومره خپل موخې ته ژړ رسېدلای شئ.
ـ په یاد ولرئ چې بریا د هغو کسانو حق دی چې خپلې ماتې څخه تجربه ترلاسه کړي، کله چې موږ یو کار کې زیان کوو. نو د هغه څخه باید درس واخلو ترڅو راتلونکې کې بیا تکرار نکړو.
ـ که زموږ په کار کې (که، اګر) کلمه نه وي نو حتماً بریالي کیږو.
ـ خپل له ځان څخه وېره لري کړئ ځکه د وېرې سره موږ هیڅکله کار نشو ترسره کولای ځان ته دا هوډ ورکړئ چې زه د هر کار د ترسره کولو ځواک لرم.
ـ تل خپل په ځان باور ولرئ که مو یو ځل په بریا سره یو کار پای ته رسولی وي نو حتماً بیا هم بریالي کېږئ.
ـ په خپلو هیلو باور ولرئ او تل یې ذهن کې وساتئ ځکه کوم څه چې زموږ په ذهن او خیال کې وي هغه راتلونکې کې حتماً په حقیقت بدلیږي، تل داسې فکر وکړئ چې زما خوبونه ډېر زر په رښتیا کیږي.
ـ ایمان او باور ولرئ که تاسو خپله د بریا پسې لاړ نشئ، بریا هم ستاسې پسې نه راځي، که داسې کار ترسره کړئ چې تل مو کاوه نو هغه څه به لاسته راوړئ چې تل مو ترلاسه کول.
ـ غیر ممکن یا هغه څه چې امکان نلري دا هغه کلمه ده چې د بېکارو او لیوني خلکو په فرهنګ کې ده.
ـ باور ولرئ، هر کله که مو وشو کولای چې وروسته له ماتي موسکا وکړئ نو پوه شئ چې ځواک مند یاست.
ـ یوازې هغه څه چې زموږ بریا محدودوي، هغه زموږ فکر دی چې تل موږ ته وایي چې موږ نشو کولی بریالي شو.
ـ بریا ځانګړی فورمول لري، یو سلنه وړتیا او ۹۹ سلنه پشتکار او هڅه کول دي.
ـ تل هڅه وکړئ چې هره ورځ نوي څه زده کړئ او نوي تجربې ترلاسه کړئ ځکه دوامداره زدکړه موږ بریا ته نیږدې کوي.
په نړۍ کې یوازې هغه کسان بریالي دي چې د نورو په تمه ونه اوسي، ځکه که موږ د نورو په تمه اوسو هیڅکله پرمختګ نشو کولای، زرور انسانان فرصت پیدا کوي او ډارن خلک د فرصت په تمه کیني.
ـ که موږ خپل د تېروتنو مخه ونه نیسو نو هغه به زموږ مخه ونیسي.