د امریکې متحده ايالتونو د ایران، پاکستان او چین په ګډون د نړۍ لس هېوادونه د ديني ازاديو تر پښو لاندې کولو باندې تورن کړي دي.
د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو ويلي دي چې د نړۍ لس هېوادونه دیني ازادۍ تر پښو لاندې کوي.
د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دغو لسو هېوادونه په نوملړ کې د میانمار، اریټریا، ایران، نایجريا، پاکستان، چین، شمالي کوریا، سعودي عربستان، تاجيکستان او ترکمنستان نومونه یاد کړي دي.
امریکا ويلي دي چې د دغو هېوادونو سیاست ددې هیواد د ديني ازاديو له هغه سیاست سره په مخالفت کې دی، چې د ۱۹۹۸کال راهیسې تر اوسه اعتبار لري.
دغه امریکايي چارواکي ويلي دي چې ياد هېوادونه په ښکاره او سيسټماټيک ډول د ديني ازاديو پر وړاندې د تل لپاره تبعيض کوي.
تر دې مهاله يادو هېوادونو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.