لیکنه: مریم صدیقي
ډېرى میرمنې چې موږ یې شاوخوا ګورو، هغوی د یو څه فکرونو او نظرونو له امله یو بل نه خوښوي، او د یو بل لپاره د نفرت او سیالۍ احساس لري. دوی تل له یو بل سره په سیالۍ کې وي، چې کله کله خو خپله هم له دې خبرې نه وي.
دا چې ښځې یو بل نه خوښوي لاملونه یې څه دي؟
دا چي یوه ښځه ولې بله ښځه نه خوښوي، دا موضوع بايد له ډېرو اړخونو وڅېړل شي، دا چې ښځې ولې یو بل په فکري لحاظ نه خوښوي، لاملونه یې دا دي:
۱ـ د سړېو پام ځانته اړول
د نارینه لخوا د ښځې ستاینه پر ښځې یوه مثبته اغېزه لري. کله چې یو سړی د خپلې مېرمنې ستاینه کوي نو داسې احساس کوي چې دوی تر بلې هرې مېرمنې ښې او غوره دي. نو دوی کوښښ کوي تل د خپل مېړه پام ځانته راواړوي. د ښځو ترمنځ د کرکې لامل د سړيو پام اړول ځانته دى.
ځکه یوه مېرمن تل له دې څخه په وېره کې وي، چې کومه بله ښځه یې د مېړه پام ځانته نه کړي. او د دوی د ښکلا نړۍ ترې وانخلي.
که کوم سړي دا حس کړل، چې ښځه یې د ده پر سر له نورو ښځو سره بخل وکړ، او د ده لپاره له نورو ښځو سره په سیالۍ کې ده، نو کوښښ دې وکړي، خپلې مېرمنې ته دا ډاډ ورکړي، چې دی به تل له خپلې مېرمنې سره وي، په دې ډول یوه مېرمن له نورو ښځو سره سیالي ختموي، او په ذهني او اروايي توګه ارامښت ترلاسه کوی.
۲ـ ښايست
هره ښځه غواړي چې له نورو ښکلې او غوره تر سترګو شي، د همدې لپاره تل د نورو ښځو په پرتله ځانته ښې او ګرانبيه جامې ټاکي. دوى په دې باور دي هر څومره چې له ظاهری پلوه زړه راښکونکي وي، هغومره به له نورو مېرمنو ښکلې ښکاره شي.
په ځانګړي ډول هغه سړي سره چې مینه لري، غواړي تر ټولو ورته ښکلې ښکاره شي، نو په شعوري او یا هم لا شعوري ډول په جامو، سینګار او مود او فېشن کې له نورو ښځو سره سیالي لري، او نه غواړي هېڅ مېرمنه له دوی څخه ښکلې خپل خاوند ته ښکاره نشي.
په دې ستونزه کې هم سړي تر بل هر چا ډېر خپلې مېرمنې سره مرسته کولای شي، هغوی دې تل دا ور یاد کړي، چې له ظاهر څخه د هغوی باطن ورته ډېر ارزښت لري.
د اړیکو پاللو لپاره تر ښکلا ډېر درناوى، اخلاص، صداقت او مهرباني ده، چې ژوند کې نېکمرغي ته لار هواروي.
۳ـ د دوی له پامه غورځول
هره ښځه له دې څخه وېره لري، چې د نورو له پامه وغورځي، په ځانګړي ډول د هغوی پر وړاندې چې مینه ورسره لري.
یوه ښځه تل داسې انګېري، هغه یوازینی مخلوق، چې د هغه امله به دوی د نورو له پامه غورځي، هغه بله ښځه ده، په داسې ځانکړنو سره چې بالکل د دوی برعکس وي.