د مور او لور اړيکې هغه مسله ده چې ټولې کورنۍ ورسره مخ دي، خو ډېری کورنۍ ددې اړيکې پر څرانګوالي نه پوهېږي، چې دا بيا د لویو سرخوږيو لامل ګرځي.
پر همدې اړوند مو د هېواد له تکړه ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هيله ده چې تر پایه يې راسره ولولئ. ترڅو پوه شئ چې د مور او لور اړيکه د ارواپوهنې له انده څه ډول ده؟ او څنګه بايد وساتل شي؟
پوپلزۍ: سلام استاد هیله لرم چې روغ جوړ او د کرونا لۀ دویمې څپې نه به پۀ امن یاست. لومړی غواړم پر دې بحث وکړو، لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره مالومه ده ماشومان ډېر وخت له مور سره وي او د ماشوم روزنه تر ډېره د مور پۀ وسیله تر سره کیږي، د ماشوم پۀ روزنه کې د مور ارزښت څنګه ارزوئ؟
استاد عظيمي: سلام تاسو، درنو همکارانو او قدرمنو لوستونکو ته، خدای دې وکړي چې روغ جوړ به وئ. همداسې چې تاسې ورته اشاره وکړه ماشومان ډېر وخت له مور سره تېروي ځکه پلار بهر وي کار کوي او چارې پر مخ بیایي. دا ددې لامل شوی چې د ماشوم روزنه تر ډېره د مور پر وسیله ترسره شي. زه فکر کوم چې د مور روزنيز ونډه او اغېز په نړۍ کې د هېڅ چا پۀ وس نده پوره او نۀ یې کولای شي. د ماشوم په روزنه کې د مور اغېزه د پلار په پرتله په ځلونو ډېره، مهمه او اړینه ده. که وغواړو چې اولادونه مو ښه وروزل شي، نو د مور په شخصيت، احساساتو، هیجانونو او روزنېزه پروسه باندې باید ډېر پام وکړو.
پوپلزۍ: استاد د مور او لور د اړيکو د ارزښت په اړوند ارواپوهان څۀ وایي؟
استاد عظیمي: ډېری ارواپوهان پر دې باور دي چې د مور او لور اړيکه يو مهمه اړيکه ده. يانې سره له دې چې د خور او ورور اړيکه، د زوی او پلار اړيکه او همداسې نورې اړيکې لرو، خو د مور او لور اړيکه د ژوند په ټولو پړاونو او اړېکو کې ډېر ژور او مهم اغېزه لري. نو دې اړيکي ته بايد پام وشي او وخت ورکړل شي.
پوپلزۍ: استاد تاسې وويل چې دې اړيکو ته بايد پام وشي ځکه په ټول ژوند مو اغېزه کوي، څه ډول بايد دې اړيکې ته پام وشئ؟
استاد عظیمي: د مور او لور اړېکه دېره حساسه ده، تاسو کولای شئ له خپل ورور پلار او نورو سره اړيکه ولری؛ اما له مور سره د لور اړيکه لا له پخوا څخه یوه په نري تار تړلې اړیکه پېژندل شوې، لور د مور د بدن يوه برخه ده ځکه یو مهال هغې له مور سره د نو لۀ لارې فیزيکي اړيکه لرله، خو ددې اړیکې پۀ پرې کېدو سره فزيکي اړيکه له مینځه ولاړه، یوازې عاطفي اړیکه پاتې شوه خو، عاطفي اړيکه د فزيکي اړيکې په څېر نده چې د نو په پرې کولو سره له مینځه ولاړه شی، دا يوه ژوره او کاملاً د پروتون او نيوترون اړيکې ته ورته ده، لور د مور له هستې يو وتلی پروتون او نيوترون دی، تاسې به تل په دې مدار څرخېږئ او اړ یاست تر څو دا اړیکه وساتئ، هېڅ وخت نشئ کولای چې له مینځه يې يوسئ. نو که لور يا زوی هره مور او لور باید له خپلو خپلوانو، همزولو او نورو سره هم ښې اړيکې ولري ځکه دا د دوی په ګټه دي. زه فکر کوم چې دې اړيکې او د دې اړيکې حساسيت ته په افغانستان کې ډېر ارزښت نه ورکول کیږي.
پوپلزۍ: استاد دا خو ډېره حساسه او ترینګلې اړيکه ده، نو دلته پر افغانستان دننه یې ددې ترینګلتیا لاملونه څۀ دي؟
استاد عظيمی: زما په اند چې دا اړيکه په ډيری کورنيو کې ښه نده، کېدای شي ډېری هېوادوال د کورنیو په اړوند زما خبره ونه مني خو زه غواړم ووايم چې دا اړيکه په 60% کورنيو کې ښه او روغه نده. لومړی لامل یې چې غواړم یادونه یې وکړم هغه د مور د آمریت او زورواکۍ مسله ده، ډېری میندې پر خپلو لوڼو امرونه کوي او لور لکه د نوکرې یا کارمندې په څېر اطاعت کوي، او دا پروسه همداسې روانه ده. ډېرځله خو دا اړيکه د مینې پر ځای پۀ غوصې او تاوتریخوالي ولاړه وي، ډېری ميندې او لوڼې په خپلو مینځونو کې سيالۍ او کینه کوي. خو نن سبا لورګانې ډېری هوښيارې، لوستې او پر ټکنالوژۍ سمبالې دي لۀ همدې امله خويندو، نجونو او نورو سره ډېرې ښې اړيکې لري او همدا اړيکې دوی عاطفي بلوغ او پخېدو ته رسوي، همدا ددې لامل شوی چې ميندې خپل ځان کم احساس کړي او په يو ډول سيالی پيل کړي. ډېرځله ميندې خپلې لورګانې نه درک کوي هغوی د خپلو لورګانو پر احساساتو نه پوهيږي یا ځان نۀ پوهوي، له خپلو لورګانو سره د هغوی په ژبه نه غږيږي، ددوی په لورتوب، نازکو حالاتو، د بلوغ په پړاونو او میاشتنې عادت نه پوهيږي، يوازې خپل کلتور او دودونه پلي کوي او درک یې یوازې پر رواج پورې محدود دی. همدا ده چې مور او لور متقابل درک نلري، او يا هم کله ددی لامل ګرځي چې لور په خپله مور باندې خپل فهم، پېغلتوب، ښائيست او ځواک په اصطلاح وپلورۍ او ورته ووايي چې زه خو دا يم! زه هغه يم! او دا ددې لامل شي چې د مور ځان درناوی ټيټ شی او زیان ورته ورسوي. مور لويي کوي، ميندي، پلرونه او په ټولیز ډول ټول انسانان لویي غوښتونکی دی، نو کله چې د مور ځواک، لویي او اقتدار د لور یا اينګور په وسيله وران او خرابيږي، مور غوصه کیږي او دا بیا لویې ننګونې او ستونزې رامینځته کوي.
پوپلزۍ: استاد ددې اړيکې د ترینګلتیا په لاملونو پوه شوو، اوس پوښتنه داده چې څنګه دا اړيکه ورغوو؟
استاد عظیمي: هو دا اړیکه بايد ورغول شي ځکه اړینه ده او باید رغولو ته یې ځانګړی ارزښت ورکړل شي. هرڅومره چې دا اړیکه وژغورل شئ، هرڅومره چې خوږه وساتل شئ او پام ورته وشئ په همغه کچه اغېزمنه او خوږیږي. ياني مور او لور که په خپلو کې ښې اړيکې ونلري نو دا لامل ګرځي چې هم مور اوهم لور ته سرخوږي جوړ شي.
لومړۍ مسله د هیلو او غوښتنو مسله ده د دواړو لورو هیلې او غوښتنې باید د لاسته راوړلو وړ او شونې وي. لونې بايد درک کړي چې موږ کشرانې دي او مور بايد درک کړي چی ۴۰ کلنه ښځه ده له ۱۶ کلنې نجلی سره فکر، ځواک، استدلال او درک لۀ مخې توپیر لري.
دویمه مسله هم بدلون دی، اولادونه جنګ لري، جنجال لري، سرخوږی لري، زه د يو پلار په توګه دا وايم، پلار او مور بايد خپل زغم او د زغملو وړتیا لوړه کړي او نوي بدلونونه مینځته راوړي. درېيمه مسله هم شرایط دي، شرايط بايد وګورو، لور پۀ کوم حالت کې ده؟ شرايط څه وايي؟ وضيعت پۀ کوم لور روان دي؟ که موږ له خپلې لور سره اړيکې خرابی کړو زموږ لور ځي، په کوڅه، پوهنتون، ښوونځي,، کورس، مدرسه او خواله رسنیو کې له نورو نجونو او هلکانو سره اړیکې جوړوي ځکه دا یوه اړتیا ده او باید پوره شي نو کۀ د مور لۀ لوري پوره شي خو ښه او کنه، بيا نورې نوې ربړې او ستونزې جوړوي او ښایي د بېلابېلو اروایي ستونزو لامل هم شي.
پوپلزۍ: یوه نړۍ مننه استاد په وروستیو کې مو کورنیو ته پیغام څۀ دی؟
استاد عظيمی: د وروستي پيغام په توګه غواړم دا ووايم چې، ډېری انجونې او ميندې چې نن سبا اروایي ستونزې لري، يو لوی لامل يې خپلمینځي، اړيکې دي چې ښې او خوږې ندي. دې اړيکو ته بايد پام وشئ او ارزښت ورکړل شي ځکه همدا اړیکې د اروایي او جسمي روغتیا ژغورلای شي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو موضوعاتو اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د موضوع په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سولهییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.