راپور: نسيمه محمدي
د اسپوتنيک د رتپور پر اساس، هنري کرالي، د نړيوال بانک رييس په افغانستان کې، ولسمشر غني ته په ليک کې د ١٨٠ ميليونه ډالرو د نه ورکولو علت، د مرکزي بانک له لوري د اقتصاد اړوند د ټوليزو اطلاعاتو او شمېرنو نه چمتو کول ياد کړي دي.
ْپه دغه ليک کې د نړيوال بانک رييس، د مرکزي بانک څخه د څو کتبي غوښتنليکونو بې ځوابه پاتېکېدلو په اړه ويلي دي او په دغه پروسه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دخالت غوښتنه کړې ده.
په دغه پروګرام کې، د ٢٠ ميليونه ډالرو د نه ورکولو علت، د عامه او خصوصي مشارکت په قانون کې بدلونونه ښودل شوي دي، چې چې د دغه تعديلاتو پر اساس، د عامه او خصوصي ګډو پروژو مديريټ، د ماليې وزارت څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې( د ارګ د پانګې اچونې د تسهيل واحد) ته، سپارل شوي دي.
نړيوال بانک سږکال افغانستان سره د ٦٠٠ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د دغې مرستې څخه ٤٠٠ ميليونه ډالر يې، افغان حکومت ته ورکړل شوي دي.