پر ګیم د ماشوم غلي کول؛ ایا دا کار ماشوم غلی کوي، که وړتيا یې وژني؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

داسې ډېري کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته سمه پاملرنه نه کوي، کله چې شوخي وکړي نو ټیلفون په لاس ورکوي، چې دوی ارامه او ورسره بوخت شي مقصد خپل له سره یې چپوي او ځان راحته کوي، خو دوی نه پوهېږي چې دا دوی ته ګټه نه بلکې ډېر زیان رسوي.
کله چې د کورنۍ په لاس کې ټوله ورځ موبایل وي نو ماشومان هم له دوی زده کوي، ځکه که بد کار وي یا ښه د ماشومانو ذهن یې ژر جذبوي.
ګېم کول ډېر زیانونه لري خو کورنۍ نه وي خبرې، د همدې لپاره له دې کار مخنیوی نه کوي، نو دا اړینه ده چې د ماشوم له دې کار څخه مخنیوی وکړي ترڅو راتلونکې کې د خطر سره مخ نه شي.
د دې پر ځای چې ماشوم د ګېم سره بوختوو د هغه پر ځای موږ کولای شو داسې نورې سرګرمۍ او لوبې ورته برابرې کړو ترڅو ماشوم ساعت ورسره تېر او بوخت وي، که اړتیایي وي موږ خپله هم باید ماشومانو سره لوبې وکړو او ځانګړى وخت خپلو ماشومانو ته ورکړو ترڅو دوی هم پوه شي چې موږ ته څومره ارزښت لري.
د ماشوم لپاره باید منظم مهالوېش جوړ کړو هر کار یې په سم وخت کې ترسره کړو، که دا کار موږ وکړو نو دوی دېته نه اړ کیږي چې ټوله ورځ په ګېم یا ټیلفون تېره کړي.
کله چې ماشوم زموږ څخه ګېم وغواړي او ډېر ټینګار وکړي نو باید په سم ډول یې پوه کړو چې څومره زیانونه لري.
کله چې ماشوم ځان یوازې احساس کړي او فکر وکړي چې هېڅوک مینه ورسره نه کوي، نو دوی ګېم ته مخه کوي او ځان ورسره مصروفوي، ترڅو فکر یې په بله وي نو موږ باید هڅه وکړو چې یوازي ونه اوسو او که دوی کومه اروایي ګډوډي لري، د دې لپاره ډېر ګېم کوي نو باید ارواه پوه ته يې يوسو ترڅو تداوي یې وشي.
کوم ماشومان چې له درس سره هم لېوالتیا ونه لري د دې لپاره چې درس ونه لولي نو ځکه په ګېم ځان بوختوي، خو موږ باید د دې کار مخنیوی وکړو، ځکه ذهن یې د درس پر ځای له ګېم سره مشغولیږي.
ماشومان ځینې وخت خپل هیجانات د ګېم په وسیله تشوي.
که موږ خپل ماشوم ته ښه ملګري اوسو په هر خفګان او ستونزه یې ځان پوه کړو لوبي ورسره وکړو نو دوی ګېم کولو ته نه اړ کیږي او کولای شي دا عادت له منځه یوسي.