ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ
ډېرى کورنۍ او مور پلار شته چې خپل ماشوم د نورو ماشومانو سره پرتله کوي، تل دوی ته هر ډول خبرې کوي، دوی نورو ماشومانو ته کم راولي او نور ورته ښه معرفي کوي، چې دا کار په ماشوم بده اغېزه کوي.
د ماشوم باور او اعتماد په نفس یې کمیږي، ځان ورته کمزورى ښکاري او هېڅکله نشي کولای کوم کار په یوازي سره وکړي.
کله چې موږ خپل ماشوم له نورو ماشومانو سره پرتله کوو دوی ګوښه توب غوړه کوي او د چاسره اړیکه نشي جوړولای له نورو ماشومانو لري ګرځي.
د ماشوم پرتله کول د غوسې او خشم لامل ګرځي، ځکه کله چې موږ د دوی مخته د نورو ستاینه کوو د دوی نه خوښیږي.
پرتله کول ماشوم د ماتې سره مخ کوي او نشي کولای په خپلو کارونو کې بریالی شي، ځکه په ځان باور یې له منځه ځي.
هر ماشوم ځانته ځانګړنې لري موږ نشو کولای چې ووایو دا ښه دی دا نه دی یا هم دا کار دوی کولای شي دا نشي کولای، ځکه ماشومان داسې وړتیاوي لري چې حتا د چا فکر هم ورته نه وي.
کله چې یو ماشوم له بل سره پرتله کړو د دوی منځ کې تعصب کینه او حسادت پیدا کیږي او دا عادت یې تر لوی والي پورې دوام کوي او راتلونکې کې یو کینه یي او عقده یي شخص ترې جوړیږي.
پر دې سربېره ستونزو، ماشوم له مور پلار سره لري کیږي او مینه یې هم کمیږي.
سوچ او فکر یې بلي خواته ځي او دا پرتله کول يې پر ذهن منفي اغېز کوي.
ځینې وخت موږ داسې فکر کوو چې ماشوم به په هېڅ هم نه پوهېږي، خو نه ماشومان د هرې خبرې په وړاندې ډېر اساس دي هر څه ته ډېر زر پام کېږي نو دا خبره هم همداسې ده کله چې دا خبر د دوی مخ کې وکړو د دوی پر ذهن فشار راځي. ځکه چې د ماشوم پر نفس اعتماد نور هم ټيټوي او باور یې کمیږي.
کله چې ماشومان مو یو بل سره پرتله کړو دوی ناسالم رقابت کوي چې دا ښه کار نه دی او د ذهني فشار سبب کیږي.
نو موږ باید د دې کار څخه مخنیوی وکړو ترڅو د دغه ډول ستونزو سره مخ نشو.