د ژوند څخه موخه څه ده؟ دلته یې پوهاند په اړه غږیدلي نوومبر 25, 2020 صدیقه پوپلزۍ، کابل اقلیمي بدلون, بریا او پرمختګ, پوهه او معلومات, ټولنیز ژوند, ژوند بڼه څرگندونې بندې دي ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک شته، چې له ځانه پوښتي، د ژوند کولو څخه زموږ موخه څه ده، ولې ژوند کوو، د څه لپاره کوو، دڅه لپاره زده کړه کوو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې کېدای شي د هر انسان په ذهن کې وي. دالایي لاما وایي؛ خوشحاله اوسېدل د ژوند ریښتينې موخه ده. یانې کله چې موږ خوشحاله يو، خپله اصلي موخه پیدا کولای شو. کله چې د نورو په خوشحالۍ، خوښ شو، نو دا موږ ته ځواک او ذهن ته مو ارامتيا رابښي او ناارامي زموږ څخه لري کیږي، چې په وسیله کولای شو چې ټول خنډونه له خپل ژوند څخه لرې کړو. استیو پاولینا وایي؛ د ژوند څخه موخه د تجربې لاسته راوړنه او کشف ده. کریستي ماری شلدون وایي؛ د هغه څه په وسیله چې کولای شئ د ژوند موخه ترلاسه کړئ، هغه مینه ده چې کولای شي ستاسې روح ته ارامتیا ور وبښي. پارکر هسر وایي؛ د ژوند موخه دا ده چې موږ لومړى خپله ټولنه او ځان وپېژنو او هغه څه چې مو زده کړي، ورباندې پوه شو. یانې که موږ وغواړو د خپل ژوند په موخه پوه شو، باید هر ځای ته چکر لاړ شو، خپلې وړتیاوې وڅېړو، د هر ډول خلکو سره اشنایي پیدا کړو، د خپلې خوښې شیان پیدا کړو، دا چې څه مو خوښ دي، کوم ځای ته تګ مو خوښ دی او داسې کارونه باید ترسره کړو، چې په ژوند کې کوم د خوشحالۍ سبب کیږي. بری دونپورت بیا وایي؛ د ژوند څخه موخه په اوسمهال کې د مینې سره ژوند کول او مهربانه اوسېدل دي. یانې تل د نورو سره مرسته وکړئ، د نورو په مرسته تاسې هم خوشحالي ترلاسه کولای شئ. جاستن ماسک وایي؛ د ژوند څخه موخه د وړتیاوو او زده کړې ترلاسه کول دي. د خپل ځان څخه ساتنه په حقیقت کې د نړۍ څخه ساتنه ده. جاشوا بیکر وایي؛ د ژوند څخه موخه نورو ته خدمت کول دي. یانې تل نورو ته خدمت وکړو او خوښي یې لاسته راوړو. برندان بیکر وایي؛ د ژوند څخه موخه متفاوته او مثبت اوسېدل دي.
پوهه او معلومات منار جام اپریل 17, 2020 صدیقه پوپلزۍ، کابل پوهه او معلومات, ځوانان او زده کړې, رسنۍ, ژوند بڼه, کلتور او هنر څرگندونې بندې دي لیکنه: صدیقه پوپلزۍ منار جام له خښتو جوړ شوی، د نړۍ دویم منار دی، چې د غور په شهرک او ولسوالۍ کې تقریباً له اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دی، چې د […]
پوهه او معلومات بهرنۍ پالیسي: د جوړیدو او کنټرول لارې چارې یې اکتوبر 26, 2019 غازي عابد پوهه او معلومات, په زړه پورې, ځوانان او زده کړې, سیاست څرگندونې بندې دي لیکنه: د چټکو نوټونو ویبپاڼه ژباړه: غازي عابد بهرنۍ پالیسي د یوه دولت نړیوال اهداف او دغو اهدافو ته د رسیدو له ستراتیژۍ څخه عبارت ده. پالیسي جوړونکي چې کله دولت ته پالیسي جوړوي، نو […]
پوهه او معلومات هغه جومات چې د بنسټ ډبره یې پیغمبر (ص) اېښې مې 17, 2020 حمیدالله حمیدي پوهه او معلومات, ټولنیز ژوند, ځوانان او زده کړې, ژوند بڼه, کلتور او هنر څرگندونې بندې دي ژباړه: حمیدالله حمیدي د نړۍ له دریو لویو جوماتونو یو هم نبوي جومات دی، چې د سعودي عربستان هېواد په المدينه ښار کې موقعیت لري. دا جومات د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) په […]