د ژوندي خښ‌شویو ماشومانو او څارویو کشف

رنګین تجريدي ډیزاین

لیما: د سویلي امریکا هېواد پیرو کې، تازه کشف شوې، چې څاروي او ماشومان د خدایانو (دیوتاؤ) خوشحاله کولو لپاره ژوندي ښخ شوي دي.
د کاناډا «کالګري» پوهنتون لخوا ترسره شوې یوې څېړنې موندلې، چې په «پیرو» کې د پخواني تمدن «انکا» په نامه ماشومان او څاروي قرباني شوي دي.

peru-4.jpg

د کارپوهانو په وینا، پخوانیو تمدنونو به د خپلو خدایانو د خوشحاله کولو لپاره ژوي او ماشومان ژوندي ښخول. د څېړنو په جریان کې، کارپوهانو اوښ ورته د لاما څارویو پاتې شوني وړۍ موندلې، چې په هکله یې کارپوهانو ویلي، چې ژوندي ښخ شوي دي.
د څېړونکو په وینا چې د سپین لاماؤ پنځه جسدونه په یوځای کې موندل شوي، چې د دوی په جسدونو کې هېڅ زخم، ټپونه او د غاړې پرې کېدو نښې نه وې.

peru-1.jpg

پروفیسور «لیدیو ویلډیز»، چې د څیړونکې ډلې مشر دی، ویلي:

که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې دغه څاروي او ماشومان ولې مړه شوي، خو موږ د خپلو ترلاسه‌شویو مشاهدو پایلو له مخې دې نتیجې ته رسیدلي یو، چې دا ژوندي ښخ شوي وو.

نوموړی زیاتوې:

دا ځکه چې د څارویو په غاړو (مریو) کې هېڅ د پرېکون نښه نه وه، نو ویلای شو، چې دوی د خپلو پیروانو لخوا ژوندي قرباني شوي.

د پروفیسور «لیډیو» په کیسه، چې د «انکا» په عقیده خلکو ‘لاما’ نوموي، څاروي سپېڅلي ګڼل، ځکه چې دوی له هغه څخه شیدې، غوښه، رمه او وړۍ ترلاسه کول.

peru-3.jpg

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمخه، د ملي جغرافیې ټیم (ډلې) د ۱۴۰ ماشومانو مړي موندلي وو، چې نشه‌یي توکي ورکول شوي او ژوندي دفن (ښخ) شوي وو.