له مور سره د ماشوم د آموخته کېدلو پایلې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

داسې ډېرې میندې دي چې ماشوم تل له ځان سره ساتي او هېڅکله یې له ځانه نه لرې کوي، نو د همدې لپاره هم ماشوم تر پلار مور ته ډېره لېوالتیا لري.
مور تل هڅه کوي چې د ماشوم ټولې چارې پخپله پر مخ یوسي، هېڅکله ماشوم یوازې نه پرېږدي. هر عادت چې دی له مور یا پلار څخه تکثیر کېږي، کله چې زموږ میندې له خپلو میندو سره وې، نو ډېر ورسره عادت وې، نو ځکه دوی هم له خپلو اولادونو سره همداسې چلند کوي او لرې نشي اوسېدای.
میندې تل د ماشوم له منفي او ناوړه کړنو څخه دفاع کوي، چې دا کار په راتلونکي کې هم مور او هم کورنۍ ته ډېرې ستونزې جوړوي.
میندې تل هڅه کوي، چې د ماشوم هره غوښتنه ومني او د ماشوم له طبیعت سره سم هر څه ترسره کړي، چې ماشوم یې خپه نشي.
خو که دغو عادتونو او کارونو ته میندې دوام ورکړي، نو دا به د ماشوم لپاره په یوه عادت باندې بدل شي او په راتلونکې کې بدې پایلې درلودای شي.
میندي باید هڅه وکړي، چې د ماشومانو دا عادت له منځه یوسي، ماشوم ته باید له ځانه لرې اوسېدل ور زده کړي، دباندې یې پرېږدي، باید ډارن یې اموخته نه کړي. له شپږ میاشتې څخه وروسته باید د ماشوم کوټه جدا شي، چې ماشوم تر لویوالي پورې همداسې اموخته شي او د دغو کارونو په ترسره کولو کې پلرونه هم باید ورسره مرسته وکړي، چې ماشوم یې ښه زروړ وروزل شي او په مور پورې ونه تړل شي.