لیکنه: ملیحه ناصري
د خاوند او مېرمنې ترمنځ سمې او ناسمې یا په عام مفهوم مینهييزې او کرکجنې اړیکې یوازې په دوی پورې نه محدودېږي. د دوی ماشومان لکه د ټلویزیون نندارچیان چې یو سریال له سترګو تېروي، هماغسې د مور او پلار ژوند ته یې د قضاوت عینکې په سترګو کړې وي. دوی د مور او پلار د ګډ ژوند ټول مباحث راپلټي، په تله کې یې اچوي او تلي یې.
د ماشومانو اړوند چې کومه ګړنه زموږ تر مینځ عامه ده (ماشومام لکه سپین کاغذ دی) دا خبره صدق کوي. څه چې دوی د مور او پلار په اړیکو کې وینې که منفي وي یا مثبت، هغو نه خپله آیډیال او الګو جوړوي. دا شونې نه ده چې څوک دې د مور او پلار اړیکو ته برسېرن وګوري. د هغوی د ښو/بدو اړیکو بابېزه ګڼل د ماشوم له وسه بهر کار دی.
کله چې ماشوم د شخصیتجوړونې په مرحله کې دی یانې لا څلور پینځه کلن شوی نه دی، خپل جنسیت لا سم نه شي تشخیصولی؛ ځکه خو لور د پلار او زوی د مور زوی شي، یا برعکس یې. دا هغه پړاو دی چې ماشوم هڅه کوي خپل شخصیت مور/پلار ته ورته کړي. کله چې د دباندې تګ شي، یا یو څه ستر شي، له ټولنې یې الګو اخیستنه پیلېږي؛ خو هغه د مور او پلار اغېز یې په وینه کې اغږل شوی وي.
که چېرې مور او پلار یې تل یو له بل سره په جګړو اخته وي، دې ته یې پام نه وي چې ماشوم یې لکه نندارچي د دوی د شخړې/ جنګ ننداره کوي، خامخا د دوی دا جګړهمار شخصیتونه له اولاده یو څه جوړوي. یا به د مور او پلار له دې جنګه عبرت اخلي، ځان سره به ژمنه کوي چې په خپل ټول ژوند کې داسې ونه اوسي لکه مور او پلار یې، یا خو به نامستقیم دغه اغېز په ورین تندي مني او په راتلونکي ګډ ژوند هماغسې چلن د ژوند له شریک سره کوي چې مور/ پلار یې سره کړی دی.
نامتو ارواپوه ( روتلین جوسلسون) وايي: د مور او پلار ټول هغه خویونه که زموږ خوښ دي/ نه دی، په موږ کې اغږل شوي.
پیغام: خپل راتلونکی نسل وژغورئ!