پوتین او اوباما په ډایکندي کې الکټرونیکي پېژندپاڼې واخیستې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: نسیمه محمدي

څلور کاله وړاندې د ډایکندي ولایت په نیلي ښار کې، مور او پلار په خپلو غبرګونکو بچیو په حیرانونکې توګه د ولادېمير پوتین او بارک حسین اوباما نومونه کېښودل او په همدغه نومونه سره یې الکترونیکي پېژندپاڼې هم واخیستې.
غلام علي پیمان، د دغه زامنو پلار د ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، کله چې متوجه شو غبرګونکي اولادونه یې زامن دي، په فکر کې شو چې نومونه یې څه کېږدي؟
د پیمان په وینا، مېرمنې سره تر خبرو اترو وروسته، په دې سلا شو چې په خپلو زامنو بارک حسین اوباما او ولادېمیر پوتین نومونه کېږدي.
پیمان وايي، په خپلو زامنو د دغو نومونو ایښودل، د اوباما او پوتین د سیاستونو سره د دوی ځانګړې لېوالتیا وه.

زما په خپله د اوباما سیاستونه خوښېږي او مېرمن مې د پوتین د کړنو او سیاستونو پلوې ده. په همدې خاطر دې پایلې ته ورسېدلو چې د دوو شرقي او غربي ابر قدرت رهبرانو نومونه، د خپلو زامنو لپاره وټاکو.

نوموړی زیاتوي، چې د زامنو له زېږېدلو وروسته یې د هغوی نومونه د زېږېدلو په کارت کې هم د حسین اوباما او ولادېمیرپوتین په نامه ثبت کړل.
پیمان وايي:

قابلو وخندل او ویې ویل چې ولې د خارجي نومونو سره اولادونو ته کارت اخلې؟ ما وویل چې خوښېږې مې. توپیر ته کوي.

د حسین اوباما او ولادېمیر د پلار په وینا، د دوی بله موخه دا ده، چې د خپل اړخه یې هڅه کړي وي، چې د ادیانو ترمنځ واټن په نړۍ کې ټول شي.
ښاغلی پیمان وايي، هڅه به وکړي چې هغه ډول چې اړینه ده د دوی روزنې او زده کړې لپاره زمینه برابره کړي او هغوی یوه ورځ وکولای شی لکه د پوتین او اوباما په څېر افغانستان له اوسني وضعیت وباسي او پیاوړی یې کړي.
د دغه غبرګونکو د کورنۍ په وینا، پوتین سر له اوسه د انګلیسي ژبې په زده کړه، شطرنج لوبه او کمپیوټر زده کړه کې لوړ استعداد لري. خو اوبا د ځینو ورزشي حرکتونو په ترسره کولو سره، زیات د ورزش لېواله دی.
د دغه دوو څلور کلنو غبرګونکو ورونو پېژندپانې، د روان لمریز کال د سنبلې په ۲۶مه ورکړل شوې.