ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله کمه شوې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ويلي چې د روان کال په لومړيو نهو میاشتو کې ۲۱۱۷ افغان ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازي دفتر اعلان وکړ، چې د پږوسږ کال د همدې وخت په پرتله د ملکیانو د تلفاتو کچه ښکته راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ چې د سه شنبې پر ورځ د لړم په شپږمه چې د اکټوبر ۲۷مې نېټې سره سمون خوري، خپور شوی دی ويل راغلي دي، که څه هم د ۲۰۲۰ په لومړيو نهو میاشتو کې د ملکیانو د تلفاتو کچه ښکته راغلې ده، خو د افغانستان د سولې مذاکرات په دې نه دي توانېدلي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ودروي.
د دغه راپور پر بنسټ، په تېرو ۹ مياشتو کې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ تنه ټپيان شوي دي.
دغه راپور کاږي چې په وروستيو نهو مياشتو کې ۳۱ سلنه قربانیان ماشومان او ۱۳ سلنه یې ښځې وې.
د افق نیوز د راپور پر بنسټ ملګرو ملتونو د ملکیانو ۵۸ سلنه د تلفاتو لامل د دولت وسله‌وال مخالفین بولي او همدارنګه د ملکیانو ۲۸ سلنه تلفات دولت ته اړوند ځواکونو له لوري وارد شوي.
يوناما ويلي دي چې د ملکي وګړو تلفات د دولت پلوه ځواکونو د پروسږ ۲۰۱۹ همدغه وخت سره په پرتله ۳۴ سلنه ښکته راغلي دي، چې اصلي لامل یې د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې راهسې د بهرنيو ځواکونو د هوايي حملو کموالی دی.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي دي چې د طالبانو له لوري ملکیانو ته په اوښتو تلفاتو کې شپږ سلنه لوړوالی راغلی دی.
همدارنګه د ملکیانو تلفات ناپېژاندو ډلو د بريدونو له امله هم لوړ شوي دي، خو د داعش د ډلې په بريدونو کې کموالی راغلی دی.
د دغه راپور په وروستۍ برخه کې ويل شوي دي چې د ملکیانو په تلفاتو کې د دولتي ځواکونو په هوايي حملو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې دا د اندېښنې وړ ده.
يوناما له ښکېلو خواوو څخه غوښتي چې لږ تر لږه د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره، خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه بنسټ ويلي دي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې د ښکیلو خواوو لپاره يو ښه فرصت دی، تر څو هغه نه جبرانیدونکي زیانونه او ويجاړوونکي اغېز چې جګړو پر افغانانو ښيندلی دی، وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په دوحه کې د سولې د مذاکراتو له پيل کېدو تر ۴۰ زیاتې ورځې تېرېږي. خو د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي هیأت او د طالبانو ډله تر اوسه نه ده توانېدلې چې د مذاکراتو پر طرزالعمل باندې يوې وروستنۍ پرېکړې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالی کچه لوړه شوې، دا په داسې حال کې ده چې، ملي او نړيوالو بنسټونو په بيا بيا د تاوتريخوالي د کمولو او د اور بند ټينګښت غوښتنه کړې ده، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.