د خوب ګولۍ د هالنډي سړي لپاره معجزه شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

یو هالنډی تبعه، چې له تېرو اتو کالو راهیسې د غږېدو، خوړلو یا ګرځېدلو توان څخه محروم و، د «ایمبیین» په نامه د خوب ګولیو کارولو څخه یوازې ۲۰ دقیقې وروسته په هوښ راغلو.
له «امسټرډیم» څخه ۳۹ کلن هالنډی شخص، چې د سر ټپي کېدلو له امله یې مغزو ضربه لیدلې وه، د طبي مجلې «کارټیکس» کارپوهانو لخوا په «ریچارډ» نومول شوی دی.
«ریچارډ» د ۲۹ کلنۍ په عمر کې د غوښې خوړلو وروسته د یوې ځانګړې ذهني ناروغۍ (ایکینیټک میوټزم) سره مخ شو، چې د «ریچارډ» دماغو ته یې اکسیجن نه رساوه او هغه یې د لومړنيو وړتیاو (ځواک) څخه بې برخې کړی و.
د سینټرک (ایکینیټک میوټزم) ناروغۍ یو څوک په فزیکي توګه نه فلجوي، بلکې دا د مغز فعالیت زیانمنوي (د کوم په ذریعه چې انسان د خوراک، څښاک او حرکت کولو وړتیا ترلاسه کوي) انتهایي ضعیفه کوي.
که څه هم، څېړونکي اوس پر دې باور دي، چې د خوب ګولۍ «ایمبین» کارول به له دې ناروغۍ ناروغانو سره مرسته وکړي.
د ریچارډ درملنه کوونکو طبي کارپوهانو په حواله، د ناروغۍ د تشخیص وروسته، ریچارډ یوازې د سترګو په اشارو پوښتنو ته ځواب ویلو، که څه هم ناروغ ته خواړه د ټیوب له لارې چمتو کیده.
د ۸ کلونو راهیسې په مختلفو طریقو د پرله‌پسې درملنې پاتې (بې ګټې) کېدو وروسته، ډاکټران دې نتیجې ته ورسېده، چې ناروغ یې کورنۍ ته وسپارل شي او د زولپیډم (zolpidem) چې په ټوله نړۍ کې د کوما ناروغانو ته د وروستۍ آپشن په توګه ورکول کېږي ورکولو پرېکړه وکړه.
ـ د درملو اخیستو (کارولو) څخه یوازې ۲۰دقیقې وروسته، ریچارډ د پاملرنې کارمندانو په مرسته وکولی شو خپل پلار ته زنګ ووهي ، چې د خپل زوی غږ یې ډېر کلونه وړاندې اورېدلی و.
په هوښ کېدو سره سم ریچارډ له نرسې ​​څخه وپوښتل، چې هغه ویلچر څنګه وچلولی شي؟ ریچارډ له نرسې ​​څخه د خواړو او پلار ته د زنګ وهلو غوښتنه هم وکړه.
طبي ماهرین وايي، چې ریچارډ ته به په ورځ کې یو ځل د خوب درمل ورکول کېږي، چې هغه د ورځې دوه ساعته فعال وساتي ، خو که چیرې دا درمل ریچارډ ته ۵ ورځې همداسې دوامدار ورکړل شي ، نو اغیز به یې زر له منځه لاړ شي، ځکه چې د ناروغ بدن به له دې درملو سره عادي شي.
له همدې امله، هالنډي کارپوهان لاهم د دې درملو اوږدمهاله اغیزې څېړي.