لیکنه: مهر تاج
دوې اونۍ وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په نوښت د کابل ښار د امنیت ښه کولو په نیت د ځینو پېژندل شویو مجرمانو او په غلاوو او وسلهوالو شوکو تورنو کسانو انځورونه د کابل ښار په لارو، سړکونو او کوڅو کې وځړول شول.
د صالح دا کړنه د ځینو لخوا وستایل شوه او ځینو نورو بې ګټې او نمايشي هڅه وبلله.
د ده دې نوښت رښتیا هم دوه مخه درلودل:
لومړی دا چې د تورنو کسانو افشاء کولو کړنه په ټوله کې د ملت د خوشالۍ او رضایت سبب جوړ شوه، خو دویم مخ یې دا و چې دا کار د پورته یادو شويو کسانو په اخلاقو او عاداتو کې کوم پام وړ بدلون نشي راوستلای.
افغان ټولنه کې دا ذهنيت عام دی چې دا غله او لوټماران امنيتي او استخباراتي ادارو ته ښه معلوم وو خو دا کسان نه نیول کېدل او ځینې چې به يې ونيول شول، زندان ته د استول کېدو پر ځای به یو څو ورځې د پوليسو حوزو او نظارت خونو کې آرام پراته وو، ښه خوراک څښاک به وررسېده او پای کې به د غټو زورواکو په فرمايش بېرته خوشې کړای شول.
حتا د ځینو غلو او لوټمارو مشرانو خو به د بندخونو نه هم خپل ګروپونه او بانډونه رهبري کول.
تر ټولو جالبه کړنه د ځینو ډلو وروستی عمل دی. د امرالله صالح د نوښت برعکس، یوې ځانګړې ډلې د کابل ښار په لارو، کوڅو او واټونو کې ورته پوسټرې راځړولي دي.
په دې پوسټرو کې د حکومت د ځينو چارواکو او سیاسي رهبرانو او د ملت له نظره د اصلي یا لومړۍ درجه غلو او لوټمارو انځورونه چاپ کړای شوي، دوی ته یې ځانګړي القاب انتخاب کړي او د دوی هغه جرمونه یې پکې په ګوته کړي دي چې ټول ملت ته لکه لمر روښانه دي.
د دې نوي جالب نوښت د تایید او یا رد په اړه ملت په شش و پنج کې واقع دی. که څه هم د امرالله خان صالح نوښت هم پر خپل ځای سهي دی ځکه هغه خلک هم مشهور غله او د کابل ښاريانو ځوروونکي دي.
دا دویم نوښت هم د رد وړ نه ده، که څه هم شاید د دغو سیاسي رهبرانو د ذکر شوو جرمونو په هکله افراط شوی وي او حتا د توهين تر حده يې شخصيت وژنه شوې وي خو د ولس له نظره، په دغو سیاسي مشرانو کې په رښتیا هم داسې کسان شته چې هم د ملت یا بیت المال نه شوکه کوي، هم آزاد ګرځي او هم د رښتیني رهبریت دعوا لري.
موږ خوار او دربدر ملت د دواړو خواوو د لوبو او نادودو نندارچیان ګرځېدلي يو.
یوه ډله مو موبایل او جېب کې شته پیسو ته غله دي او بله ډله مو ملي حيثيت، ارزښتونو، شتمنيو، يووالي او پرمختګ ته غله دي.
نو لنډ به ووایو؛
الله تعالی مو داسې حیران کړه لکه موږ مو چې حیران کړي یو!