ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
بېنډۍ، بامیه او یا هم لېړوګان د ګټورو سبو په ډله کې شمېرل کېږي. بېنډۍ د A, C, B ویټامینونو غوره سرچینه ده. همدارنګه بېنډۍ په پریمانه کچه منګنز، کبالټ، کلسیم، فسفر، پوټاشیم او فیبر لري. بېنډۍ روغتیا ته ډېره ګته لري او هر انسان ارومرو باید په خپلو خوړو کې بېنډۍ ته ځانګړې ځای ورکړي. بېنډۍ د پریمانه ګټو ترڅنګ ځينې زيانونه هم لري، چې غواړو په نننۍ لیکنه کې یې در وپېژنو. لیکنه تر پایه ولولئ او د بېنډۍ په زیانونو ځان پوه کړئ!
لومړی: د بېنډۍ ډېر خوړل کېدای شي د هاضمې په سیستم کې ستونزې رامنځ ته کړي او د کانګو (استفراغ) لامل شي.
دویم: بېنډۍ د پوټاشیم لوړه کچه لري او په بدن کې د پوټاشیم د ډېرې کچې شتون پښتورګو ته زیان رسوي، له همدې امله هغه کسان چې د بډوډي ناروغي لري، باید بېنډيو له خوراک ځخه ډډه و کړي.
درېيم: بېنډۍګرم سابه دي او د بېنډۍ خوړل د بدن د خولو لامل کېږي. که چېرې غواړئ چې بدن مو ډېرې خولې ونه کړي نو په لږه کچه په خپلو خوړو کې له بېنډۍ څخه ګټه پورته کړئ.
څلورم: هغه کسان چې ټپي وي بايد د بېنډيو له خوراک څخه ډډه وکړي ځکه چې بېنډۍ ټپ تازه ساتي او نه پرېږدي چې ټپ په اسانۍ سره ورغېږي.
د لیکنې په وروستیو کرښو کې باید یادونه وکړو چې بېنډۍ بې شمېره ښې او ګټورې ځانګړنې لري، پورتنۍ یاد شوي زیانونه یوازې په ځینې حساسو حالاتو کې د انسان روغتیا ته ضرر رسوي، نو که چېرې پورتنۍ ستونزې نه لرئ نو کولای شئ په پریمانه کچه بېنډۍ وخوري او له خوړلو څخه یې خوند واخلئ.