د بېنډۍ (لېړوګان) ګټې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

بېنډۍ (لېړوګان) د ګل خیرو او پنبې د کورنۍ بوټی دی او د لومړي ځل لپاره بېنډۍ (لېړوګان) د اسیا او افریقا په سيمو کې وکرل شوه، د بېنډۍ (لېړوګان) په اړه حیرانونکی ټکی دا دی چې په ۱۲ او ۱۳مې پېړۍ کې مصریانو بېنډۍ (لېړوګان) کرله. بېنډۍ (لېړوګان) په تودو سیمو کې ښه وده کوي خو په سړو سیمو کې ډېره لږه وده کوي او هغومره حاصل هم نه ورکوي.
د بېنډۍ (لېړوګان) بوټی نیغه تنه (ونه) لري، او نږدې يو متر لوړوالي لري، کله کله دغه لوړوالی ۲ مترو ته هم رسېږي. د بېنډۍ (لېړوګانو) ظاهري بڼه هرم ته ورته ده او لوړوالی یې په منځني ډول ۲ تر ۴ سانټي ميټره وي.
بېنډۍ (لېړوګان) ګټور سابه دي چې ډېرې زیاتې ګټورې ځانګړنې لري، موږ نه شو کولای چې د بېنډۍ (لېړوګانو) دا ټولې ځانګړنې په يوې لیکنې کې راټولې کړو له همدې کبله غواړو چې په نننۍ لیکنه کې یوازې د بېنډیو د ګټو په اړه څو اړینو ټکو ته اشاره وکړو. که غواړئ د لېړوګانو د ګټو په اړه معلومات تر لاسه کړئ نو د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!
FB_IMG_1603710687028.jpg

۱ – د فولیک اسید غوره سرچینه ده

دا چې بېنډۍ (لېړوګان) د فولیک اسید غوره سرچینه ده د امیدوارو مېرمنو او د هغې ماشوم ته ډېره ګټه لري. په بېنډۍ کې شته فولیک اسید د دې لامل کېږي چې د (جنین) عصبي سلولونه وده وکړي او د ودې وروستي پړاو ته ورسېږي. د دې ترڅنګ د بېنډۍ (لېړوګان) خوړل د (جنين) له سقط او تر وخت وړاندې زیږون څخه مخنیوی کوي.

۲ – د لړمون غوړ له منځه وړي

د لېړوګانو یوه اړینه ګټه دا ده چې لړمون پیاوړی کوي او د لړمون هر ډول مېکروب له منځه وړي، یوې نوې ترسره شويو څېړنې ښودلې چې بېنډۍ (لېړوګان) کولای شي د لړمون د مېکروب په له منځه وړلو کې ډېره مرسته وکړي، د دې سربېره بېنډۍ (لېړوګان) کولای شي د لړمون غوړي له منځه یوسي.

FB_IMG_1603710693534.jpg
۳ – د زکام مخنیوی کوي

بېنډۍ (لېړوګان) د ویټامین C او انټي اکسیډېنټ يوه ښه سرچينه ده، له همدې امله د بدن د دفاعي سیستم پیاوړي کیدو کې ډېره مرسته کوي، نو ځکه د بېنډۍ خوړل له زکام څخه مخنیوی او د دې ناروغۍ درملنه کوي.

۴ – د پوستکي هر ډول ګونځې له منځه وړي

لکه څنګه مو چې مخکې وويل بېنډۍ د ويټامين C او انټي اکسیډېنټ یوه ښه سرچینه ده او کولای شي ازاده او خرابونکي راډیکالونه کنټرول او یا له‌ منځه یوسي. ازاده راډیکالونه د پوستکي د زړښت او په پوستکي کې د ګونځو د پیدا کېدلو لامل کېږي چې د بامیې په خوړلو سره یې کنټرولولی شو، د دې ترڅنګ بامیه په پوستکي کې ښکلا او ځلا هم رامنځته کوي.

۵ – هډوکي پیاوړي کوي

لېړوګان یوه بله ګټه دا ده چې هډوکي پیاوړي کوي، په بېنډیو (لېړوګانو) کې په ډېره کچه ويټامين K12 شتون لري، او نوموړی ویټامین د هډوکو د پیاوړتیا ته ډېره ګټه لري، د دې ترڅنګ چې د بېنډۍ (لېړوګان) خوراک هډوکي پیاوړي کوي د هډوکو له کمزورتيا (پوکي) څخه هم مخنیوی کوي.

FB_IMG_1603710706056.jpg
۶ – وزن کموي

بامیه د هغو خوراکي موادو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې کولای شي په هر ډول خوراکي رژیم کې ځای ونیسي، بېنډۍ په پریمانه کچه فیبر لري له همدې امله د بېنډیو له خوړلو وروسته انسان ته د مړښت احساس ورکوي. د دې لپاره چې بېنډۍ اشتها کموي او د لږ خوراک لامل کېږي، نو ځکه د انسان وزن کموي.

۷ – د ویني غوړوالی له منځه وړي

حیرانونکی به وي که پوه شئ چې بېنډۍ (لېړوګان) د وینې غوړوالی له منځه وړي. په بېنډیو کې شته فیبر د بدن هر ډول اضافي کلسټرول دفع کوي. په پای کې د تری ګلیسیرید، کلسټرول او د وينې د غوړوالي په درملنه کې مرسته کوي.

۸ – د سرطان مخنیوی کوي

دا یو حقیقت دی چې په بېنډیو کې شته مواد د سرطاني سلولونو په وړاندې مبارزه کوي، په وروستیو څېړنو کې د څېړونکو پام دې ټکی ته ور اوښتی چې په لېړوګانو کې شته لکټین کولای شي د سینې سرطان سلولونو سره مبارزه وکړي او نوموړی سرطان له منځه یوسي.
FB_IMG_1603710720773.jpg
په پای کې باید یادونه وکړو چې د ځینو کسانو بېنډۍ (لېړوګان) نه خوښېږي او نه غواړي چې بېنډۍ (لېړوګان) وخوري، دا چې دا ډول کسان د بېنډۍ (لېړوګانو) خوړلو ته مخه کړي دوه لارې لري. لومړۍ باید د بېنډیو په دغو بې ساري ګټو پوه شي چې دا خپله د (بېنډیو) سره د علاقې لامل کېږي او انسان د بېنډۍ (لېړوګان) خوړلو ته اړ باسي. او دوم دا چې کوښښ وکړئ چې بېنډۍ (لېړوګان) په بېلابېلو ډولونو پاخه کړۍ، ځکه په تکرار سره یو ډول د بېنډیو پخول د انسان زړه توروي نو همدا به ښه وي چې هر ځل په بېلابېلو ډولونو بېنډۍ (لېړوګان) پخه شي او هر ځل له يوه نوي خوند سره وخوړل شي.