لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ازادي مبارزې نامتو ایرلینډی لوبغاړی کانر مکګرګور، چې د حبیب نورمحمدوف سرسخته سیال وو، په خپل تازه ټویټ کې یې حبیب ته په خطاب کې ویلې، چې ستا لوبیز سفر ډېر ښه وو.
مکګرګور په یاد ټویټ کې ویلې، چې حبیبه کار دي ډېر په زړهپوري وو، اما زه غواړم لوبو ته ادامه ورکړم.
تر دې خبرې وروسته مکګرګور حبیب ته د پلار د مړیني تسلیت هم ویلی.
Good performance @TeamKhabib.
I will carry on.
Respect and condolences on your father again also. To you and family.
Yours sincerely, The McGregors.— Conor McGregor (@TheNotoriousMMA) October 24, 2020
حبیب نورمحمدوف او کانر مکګرکور
په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د اتلولۍ په موخه روسی مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدف او ایرلینډی لوبغاړی کانر مکګرګور دوه کلونه مخکې په یوې جالیبې لوبې کې سره مخامخ شول، چې پکې حبیب بریا خپله کړه، چې دا لوبه په میلیونونو کسانو وکتله.
تر یادې بریا وروسته حبیب ډېر مشهوره او وستایل شو.
حبیب نورمحمدوف
په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف وړمه شپه د امریکايي سیال جاستین ګیجي په وړاندې ولوبېد، چې د لوبې په دویم پړاو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه.
دا لوبه په ابوظبۍ کې ترسره شوه.
تر بریا وروسته په خپل وزن کې د نړۍ اتل مسلمان روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په سجده پرېوت او په چیغو چیغو یې وژړل.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې په خپل ژوند کې له پلاره پرته یې لومړنۍ بریا وه.
د حبیب پلار څه موده وړاندې د کورونا ویروس له امله ومړ. پلار یې د هغه روزونکی او مشوره ورکونکی وو.
د حبیب نورمحمدوف پرونۍ لوبه ۲۹مه لوبه وه، چې پکې په ټولو لوبو کې یې بریا خپله کړه.
هغه تر یادې لوبې وروسته له ازادو سیالیو سره د مخې ښې اعلان وکړ.