لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
ډېري جوړې خپل په ګډ ژوند کې خوشحاله نه وي، تل خپه وي دا نور هلکان او نجونې چې دا ډول نابریالي ودونه ګوري، نو له همدې کبله ډارېږي.
داسې ډېر وګړي دي چې خپل پر ځان او خپل پر وړتیاوو باور نه لري، او دا فکر کوي چې که موږ واده وکړو، نو یوه کورنۍ به نشو کولای چې سمبال کړو یا هم په سمه توګه مخته لاړ شو، نو ځکه له واده کولو څخه تښتي.
دوی داسې فکر کوي چې راتلونکې کې به خپل ستونزې نشي حل کولای او نه به دومره زغم لري چې غم او خپګان پر ځان یوسي. ښایي داسې یو انسان به وي چې یو له بل سره به همغږي نه وي یا به تل یو له بل سره جنجال کوي افهام او تفهیم به هم ترمنځ نه وي.
داسې ډېر هلکان او نجونې شته چې د واده پرېکړه خپله نشي کولی له همدې کبله کله چې کورنۍ یې هم د دوی لپاره کومه پرېکړه کوي، نو دوی ډاریږي او همدې فکر کې وي چې دا به څه ډول انسان وي.
زموږ په ټولنه کې ډېري ودونه په پټو سترګو کېږي پرته له دې چې د مقابل لوري غوښتنه وپوښتي او یا یې هم په زور کوي پرته له دې چې د هغه په هکله معلومات ولري.
ډېری هلکان او نجونې د ګډ ژوند د جوړولو په هکله معلومات نه لري همدا کم معلومات راتلونکې کې د وېري او ستونزې لامل کېږي.
ځینې په دې هیله وي چې خپل خیالي او د خوبونو کس ومومي همدې لپاره پرېکړه نشي نیولای ډارېږي. او ځینې هلکان یا نجونې وسواسیان هم وي په دې فکر وي چې دا ومنم که نه یا ښایي تر دې به بل ښه انسان پیدا شي.
که موږ تر ابده خپل واده لپاره ځانګړی پلان ونه لرو، نو زموږ دا عادتونه به د تل لپاره همداسې پاتې شي او دا کار مو د تلپاتې مجردۍ لامل کېدای شي.
بله د واده کولو څخه وېره اقتصادي ستونزه هم ده، ځکه داسې ډېر هلکان دي اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، نو ځکه ډارېږي او واده نشي کولای.
که د واده په هکله زموږ وېره ډېروي او موږ خپله ونه شو کولای چې حل یې کړو، نو باید د ارواپوه سره شریکه کړو، چې زموږ سره مرسته وکړي.