ژباړه: ملیحه ناصري
د نړیوال روغتیايي سازمان د څېړنو مطابق ٪۱۰-۲۰ماشومان او ځوانان ذهني معلولیت لري. د دې ډول کسانو روزل او پالنه خورا لویه حوصله او زغم غواړي.
لومړی راځو دېته چې ذهني معلولیت څه ته وايي.
ذهني معلولیت هغه ته وايي چې ځینې کسان د ژر زده کولو پر ځای هره زدهکړیزه پروسه ډېره په سختۍ او په ځنډ پای ته رسوي. داسې نه ده لکه عام خلک یې چې ګڼي چې ساده، کمعقل/ بېعقل کسان یې ګڼي. دا خلک تر نورو عادي کسانو یو شی ژر نه شي زده کولی، ورځنۍ چارې سمې نه شي سمبالولی؛ خو په ډېر زیار او د نورو په مرسته بلاخره سمېدلی شي.
دا ذهني ستونزه په ماشومانو کې په څو ډولونو وېشل شوې:
-کمزوری/خفیف ذهني معلولیت: تقریباً ۸۵٪ماشومان له دې ستونزې سره مخ کېږي. تر درس ویلو مخکې کومه ځانګړې ستونزه نه لري. ( آی کیو) یې له ۵۰تر ۷۰ وي. کله کله دوی نه شي کولی انتزاعي مفاهیم درک کړي؛ خو په خپلواک ډول کار کولی شي.
-منځنی ذهني معلولیت: ۳۵-۵۴٪ دي. دوی کولی شي ټولنې ته ورګډ شي؛ ځکه کولی شي د خبرو او ژوند کولو مهارتونه زده کړي. سره له دې بیا هم د دوی زدهکړیزه پروسه یو څه سسته وي. په ښوونځي کې کمزوري وي. دوی کولی شي خپل اختیار واخلي؛ خو تر ډېره مستقل نه شي پاتې کېدلی.
-شدید ذهني معلولیت: د دوی سلنه ۲۰-۳۴ ده. دا ماشومان یوازې د سترو زدهکړیزو په مرسته کولی شي د ژوند اړین مهارتونه زده کړي. دوی په امن او هوسا ځای کې وي چې له هر ډول وېرې څخه لرې پاتې شي.
-ژور ذهني معلولیت: دا تر ټولو د اندېښنې وړ دی. یوازې یو یا دوه سلنه ماشومان دا ډول وي. دوی ډېر زیات معلول دي. دوی څارنې ته اړتیا لري؛ ځکه ذهن یې سم کار نه کوي. سمه زدهکړیزه پروسه ښايي دوی سره یو څه مرسته وکړي.
لاملونه یې څه دي؟
ولې ماشومان او ځوانان ذهني معلولیت لري/پیدا کوي؟
-جنیټیک: ۳۰٪ څخه ډېر په جنیټيک پورې اړه لري. دوی معمولاً له ( ډاون سنډروم، ماتېدونکي اېکس سندورم) څخه ځورېږي.
-پر سر ضربه: سخته ضربه کولی شي ماغزه التهابي کړي. دا بیا وروسته د حافظې، پاملرنې، استدلالي ستونزې ورته پیدا کوي.
-ناروغۍ: هغه ماشومان چې مورزادي ناروغۍ لري، کېدی شي دا ستونزه ورته پیدا شي.
-زهري توکو/موادو سره سروکار: هغه ماشومان چې له دغو زهري توکو( سرب، جېوه، کاډیوم) سره سروکار پیدا کړي/ورته ورسېږي، عقلاني ستونزې ورته پیدا کوي.
د ذهني معلولیت نښې
-وینايي ستونزې
-د خبرو کولو په پار په سختۍ زدهکړه
-د توکو هېرول هر چېرته
-د یو شي د یاد ساتلو ستونزه
-کمزروي اکاډمیک فعالیتونه
-ژور خپګان/افسردهګۍ
-غوسه
-د کالیو پر اغوستلو سم نه پوهېدل
-ځان ته د زیان رسولو تکل
-کمزورې ټولنیزې اړیکې
-مور/پلار سره بېحده زړه تړل.
-د لید ستونزې -بویایي ستونزې
-تر نورو ماشومانو په ځنډ په پښو راتلل
-تر ډېر وخته په سینه څښېدل
سرچینې
namnak.com
Www.behzisti.ir
Www.sibofen.com