ژباړه: عایشه حیدري
د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د مناسبې او د ژوند له پړاونو سره د متناسبو خوړو خوړل ډېر اړین دي. د هر انسان د تغذیې بڼه د هغه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې توپیر کوي، ځکه چې د انسان د ژوند په هرې لسیزې کې د یوه تن د بدن اړتیاوې د نورو انسانانو او نورو عمرونو لرونکو خلکو سره توپير کوي.
له همدې امله ویلای شو چې د ژوند په هره لسیزه کې د انسان بدن بېلابېلو خوړو ته اړتیا لري، د بېلګې په ډول هغو خوړو ته چې د انسان بدن په ځوانۍ کې اړتیا لري په بوډاتوب او یا زړښت کې ورته اړتیا نه لري.
باید یادونه وکړو چې د انسان خواړه خپل ځانګړي قوانین لري، او د عمرونو په توپیر د خوراک قانون د دغو قوانینو له ډلې یو دی، که چېرې دغه قانون په سمه توګه عملي نه شي د انسان روغتیا له ګڼو زیانونو سره مخ کوي، لکه څنګه چې يوکلن ماشوم د ځینو خوړو له خوړولو څخه منع وي همدارنګه بوډا کسان هم د ځینو خوړو له خوراک څخه پرهېز دي.
په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د ژوند د بېلابېلو لسیزو د خوړو په اړه مالومات درکړو. لیکنه تر پایه ولولئ، چې پر دې پوه شئ چې په کوم عمر، باید کوم ډول خواړه وخوړل شي.
۱ – د ژوند لومړۍ او دویمه لسیزه
دا ښکاره خبره ده چې له پیدایښت څخه تر ۲۰ کلنۍ پورې د انسان د چټکې ودې وخت وي، او انسان د بدن غړي په دغې دورې کې وده مومي، دا چې ماشومان او نوي ځوانان د بدن د غوره ودې لپاره کوم خواړه وخوري او بدن یې څنګه وده وکړي کېدای شي په دې اړه پوره مالومات و لرئ. د ماشومانو، نوي ځوانانو لپاره تر ټولو اړین خواړه، کلسیم لرونکي، اومېګا ۳، لبنیات لکه شیدې، مستې، بېلابېلې مېوې، ویټامینونه، فیبرلرونکي خواړه، پروټينونه، کاربوهایډرېټونه (لکه غلې دانې او حبوبات) او اوسپنه لرونکي خواړه ډېر اړین دي. دا هم اړینه ده چې ماشومان، نوي ځوانان او ځوانان باید په منظم ډول، هره ورځ درې څاښته خواړه و خوري، ځکه چې دغه عمر د انسان د ودې، او بدني جوړښت او په ځانګړي ډول د هډوکو د جوړښت وخت دی. نو په دې وخت کې پورته یادو شوو خوراکونو خوړل ډېر اړین او ګټور دي.
۲ – د ژوند درېیمه لسیزه
کله چې د انسان عمر له شلو کلونو څخه اوړي دا ښکاره خبره ده چې د ژوند ډېر وخت له کوره بهر تېروي، او یا هم د کور، زده کړو او دندې په چارو کې ډېر بوخت وي، ډېری کسان چې په دغه عمر کې دي کېدای شي خپلو خوړو ته پام ونه کړي، او د خوراک ورته ارزښت ونه لري. کېدای شي تاسو ګومان وکړئ چې په دغه عمر کې هم تاسو ته د ډېرو قوي خوړو توصیه کېږي، خو داسې نه ده، د ژوند په دې پړاو کې باید مناسب او روغتیا ته ګټور خواړه و خوړل شي، د بېلګې په ډول د ورځې په لړ کې بویه لږ مېوه، یعني لږ تر لږه دوه ډوله مېوې، لږ سابه، کچالو، مستې، پوخ شوی چرګ، اومېګا۳ غوړ لرونکي خواړه، او هغه خواړه چې فولیک اسید لري لکه ګندنه، کب، د چیا Chia دانې، و خوري تر څو وکولای شئ خپله روغتیا وساتي.
۳ – څلورمه لسیزه
د ژوندانه د څلورمې لسيزې په لړ یعني له ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې ټول انسانان په ځانګړي ډول مېرمنې ښو او مناسبو خوړو ته اړتيا لري، ځکه چې د ښځو یوه ډېره کچه په دغه عمر کې اومېدواره کېږي، له همدې کبله د ښځو بدن د روغتیا ساتنې لپاره غلو، فولیک اسید لرونکو خوړو، اوسپنې، کلسیم او اروبشو ته ډېره اړتیا لري.
هغه نارینه چې د ژوند د څلورمې لسيزې په پيل کې ژوند کوي که د ژوند چارو کې سست اوسي او یا یې هم بدني فعالیت لږ وي د وزن له ډېروالي سره مخ کېږي، له همدې کبله باید دغه کسان د خپل بدني فعالیتونه، له خپلو خوړو سره یو شان کړي، تر څو له چاغوالی څخه په ځانګړي ډول د خېټې د چاغوالي څخه مخنیوی وکړي، که په دغه سن کې پرته له پاملرنې څخه خواړه وخوړل شي نو ډېر ژر به د زړه د ناروغي، شکر، د وینې فشار او داسې نورو ناروغیو لامل شي. له همدې کبله د وزن د کمولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې باید په خپلو خوړو کې سابه ډېر او د غوښې او کاربوهايډرېټ کچه کمه کړي. هغه خواړه چې د بدن روغتیا ته ډېره ګټه لري د چرګې هګۍ، د چیا Chia دانه، سویا، د چرګ د سینې غوښه او مستې دي، د دې ترڅنګ هغه کسان چې په څلورمې لسیزې کې ژوند کوي باید په پوره توګه کلسیم او پروټین تر لاسه کړي.
درېیم: پنځمه، شپږمه، اوومه لسیزه او پاتې عمر
هغه کسان چې د څلویښتو کلونو څخه زیات عمر ولري یعني د څلویښت کلنۍ له پیل څخه د عمر تر پایه پورې باید خپلو خوړو ته ډېره پاملرنه وکړي، په خپلو خوړو کې بویه ارومرو له هغو خوړو څخه ګټه واخلي چې انټي اکسیډېنټ ولري، په خوړو کې د انټي اکسیډېنټ شتون د الزایمر ناروغۍ، د زړه له ناروغۍ او د سرطان له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي، د دې لپاره چې په دغه عمر کې د مېټابوليزم چټکتيا کمېږي، نو د وزن ډېرو والي ډېر احتمال شته، نو د څلویښتو څخه زیات عمر لرونکي کسان باید ډېره مېوه او سابه و خوري او ترڅنګ یې ورزش هم وکړي.