د چرګې د هګۍ مغذي ګټې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: عایشه حیدري

د چرګې هګۍ له مغذي موادو څخه ډک خواړه دي او د خوړو په ډلې کې ځانګړی ځای لري، د چرګې هګۍ د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او د وزن کمېدو لامل کېږي.
په دې لیکنه کې غواړو د چرګې د هګۍ د ګټو په اړه تاسو ته په زړه‌پورې مالومات وړاندې کړو. لیکنه ولولئ او د چرګې د هګۍ د ګټو په اړه خورا ډېر مالومات ترلاسه کړئ!

۱ – د چرګې هګۍ د مغذي موادو غوره سرچينه

د چرګې هګۍ د هغو خوړو له ډلې دي چې تر ټولو ډېر مغذي مواد لري، د یوې هګۍ خوړل د مغذي مواد هر ډول ورځنۍ اړتیاوې پوره کولای شي. د چرګې هګۍ د A ويټامين، فولیک اسیډ، B ویټامین، فسفر، سلنیوم یوه ښه سرچینه ده همدارنګه د چرګې هګۍ د D، E، K، B6 ویټامینونه، زینک Zinc او د کلسیم لرونکې ده چې دغه ویټامینونه او معدني مواد روغتیا ته خورا ډېره ګټه لري، برسېره پر دغو معدني موادو او ویټامينونو د چرګې یوه هګۍ ۷۷ کالوري، ۶ ګرامه پروټین، او ۵ ګرامه تصفیه شوي غوړي هم لري.

۲ – د چرګې هګۍ د وینې د کلسټرول HDL کچه برابره ساتي

د چرګې هګۍ د HDL Cholesterol یا د بدن لپاره ښه او ګټور کلسټرول کچه ډېروي، په ډېره کچه د HDL کلسټرول بدن ته زیان نه رسوي پرته له هغو کسانو څخه چې د زړه ناروغي لري او یا هم د زړه سکته پرې راغلې وي.
د یوې څېړنې په پايله کې ثابته شوي دي که چېرې د شپږو اونیو لپاره په پر له‌پسې توګه هره ورځ دوې دانې هګۍ وخوړل شي، په بدن کې به د HDL کچه لس سلنه زیاته شي.

۳ – د چرګې هګۍ په پرېمانه کچه کلویین Choline لري

کلوین د هغو موادو له ډلې دي چې ډېر خلک یې په خپل وجود کې له کمښت سره مخ دي او ډېر خلک حتا نه پوهېږي چې څه شی دی؟ کلویین Choline یوه ډېره مغذي ماده ده او ډېری په هغو خوړو کې شته چېي چې B ویټامین ولري.
کلویین Choline د نسجونو په جوړلو کې کارول کېږي، که یو انسان د کلویین Choline له کمښت سره مخ شي د هغه په بدن کې ډېرې نښې لیدل کیږي، له نیکه مرغه چې ډېر خلک د کلویین Choline له کمښت سره نه مخامخ کېږي، د چرګې هګۍ د کلویین Choline يوه غوره سرچينه ده او د هګۍ خوړل کولای شي د بدن د کلویین Choline اړتیاوې پوره کړي، د چرګې يوه هګۍ ۱۰۰ میلي ګرامه کلویین Choline لري، د کلویین Choline یوه بله اړینه ګټه دا ده چې انسان د زړه له ناروغیو څخه ژغوري.

۴ – د چرګې هګۍ د LDL کلسټرول له منځه وړي

د چرګې هګۍ بدن ته زیان رسوونکي کلسټرول او یا د LDL cholesterol کچه چې د زړه د ناروغیو د رامنځته کېدلو لامل کېږي ښکته راولي، د ځینو څېړنو پایلو ثابته کړې ده چې د چرګې د هګیو خوړل د وخت په تېرېدو سره د LDL کلسټرول له منځه وړي چې روغتیا ته ډېره ګټه لري.

۵ – د چرګې هګۍ د لوټئین او زاکسانټین څخه ډک خواړه دي.

لوټېین Lutein او زاکسانټین Zeaxanthin د انټي اکسیدېنټ Antioxidant دوه ډولونه دي، دغه دواړه مواد د سترګو روغتیا ته ډېره ګټه لري، د زړښت یوه نښه د سترګو کمزوري ده، خو که چېرې په دوام دارې بڼې د چرګې هګۍ وخوړل شي سترګې به په زړښت کې هم کمزورې نشي.
د چرګې د هګۍ ژېړ په پریمانه کچه لوټېین Lutein او زاکسانټین Zeaxanthin لري دغه مواد د سترګو په شبکیې کې راټولېږي او د سترګو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کوي.

۶ – د چرګې هګۍ پرېمانه A ویټامین لري

د A ویټامین نه کمښت په د سترګو د لید د کمښت او ړندېدو یو لامل دی، د کورنیو چرګو هګۍ په پریمانه کچه اومېګا۳ لري، له همدې کبله روغتیا ته ډېره ګټه رسوي، اومېګا۳ په وینه کې د ګلیسیرید کچه ښکته راولي او د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي، د یوې څېړنې پايلې څرګندوي چې که په یوې اونۍ کې پنځه هګۍ چې اومېګا۳ ولري او د دریو اونیو لپاره په پر له پسې توګه وخوړل شي ۱۶ تر ۱۸ سلنه د وینې ګلیسیرید کچه ښکته راولي.

۷ – د چرګې هګۍ د پروټينونو غوره سرچینه ده

د پروټین حجرې جوړونکي جوړښتونه د بدن د ودې او نمو اصلي مواد دي، او د بدن د نسجونو او مالیکولونو په جوړونې کې ترې ګټه اخیستل کېږي، دغه پروټينونه نه یواځې د بدن په جوړونې کې بلکې د بدن په فعالیتونو کې هم ډېره مرسته کوي. په بدن کې د پروټین شتون خورا ډېر اړین دی، نو ځکه د بدن د ودې او د پروټین د ترلاسه کولو لپاره د چرګې هګۍ ارومرو په خپلو خوړو کې وکاروئ. پروټین کولای شي د وزن په کمولو کې مرسته وکړي، هډوکي پیاوړي کړي، د وینې فشار کنټرول کړي او عضلې پیاوړي او لویې کړي.

۸ – د چرګې هګۍ د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي

له ډېرې مودې راهیسي د چرګې هګۍ په اړه خلکو ته ناسم پوهاوی شوی دی او ډېری خلک په دې باور دي چې د چرګې هګۍ د دې لپاره چې کلسټرول لري د زړه ناروغیو د ډېروالي لامل کېږي، همدا باورنه او ناسم پوهاوی د دې لامل شو چې روغتیاپالان د چرګې د هګۍ او د زړه د ناروغیو تر منځ تړاو و څېړي، د دغو څېړنو په پای کې دا څرګنده شوه چې د زړه ناروغي د هګیو له خوړولو سره هېڅ تړاو نه لري. خو د يوې بلې څېړنې پایلې ښيي چې د هګۍ خوراک د شکر ناروغانو ته زیان لري او د شکر ناروغان باید هګیو له خوراک څخه ډډه و کړي، هېر مو نه شي چې د هګیو خوړل نه یواځې دا چې د زړه ناروغي نه زیاتوي بلکې د زړه د ناروغیو د درملنې لامل هم کېږي.

۹ – د چرګ هګۍ وزن کموي

د یوې څېړنې پایلې چې په دېرشو ډېر وزن لرونکو ښځو باندې ترسره شوه (هغوی ته ویل شوي وو چې سهار د نورو خوړو له ځایه هګۍ وخوري) ښیي چې د چرګې هګۍ وزن کموي، دا ځکه چې د چرګې هګۍ په ډېره کچه کالوري لري او په خوړو یې انسان ژر نه وږی کېږي او نورو خوړو ته یې اشتها کمېږي او همدا د دې لامل کېږي چې د ورځې په لړ کې په لږه کچه کالوري ترلاسه شي او انسان وزن له لاسه ور کړي.

۱۰ – د چرګې هګۍ د هډوکو د زیان رسیدلو څخه مخنیوی کوي

د چرګې هګۍ د C او D ویټامینونو یوه غوره سرچینه ده، له همدې کبله د هګیو خوړل د انسان د C او D ویټامینونه اړتیاوې پوره کوي او د هډوکو د کلکوالي لامل کېږي، او په پایله کې کله چې د بدن هډوکي کلک وي په اسانۍ سره زیان نه ويني.
نو هڅه وکړئ چې د خپلو خوړو په لیست کې ارومرو د چرګې هګیو ته ځانګړی ځای ورکړئ، او د تل لپاره په خپلو خوړو کې له هګیو څخه ګټه واخلئ.