اوس به د ګوګل غوږ ته د سندرې په زمزمه کولو، د ګوګل پلټونکي کولای شي سندره ومومي. همدارنګه، د ماشیني زدهکړو څخه په ګټه اخیستلو، ګوګل پلټونکي ستاسې املايي او ټایپي تېروتنو ته متوجه کېږي.
نوی ځانګړنه«زمزمه وکړه او وپلټه» هم په ګوګل انډرایډ او هم په آی.او.اس کې شتون لري.
د ځیرک موبایلونو کارونکي کولای شي، په ګوګل کې د غږ د ضبط دکمه کلېک او ووايي«دا ترانه څه ده؟» یا د «د ترانې پلټنې دکمه» لمس کړئ.
له زمزمې ۱۰-۱۵ ثانیې وروسته، ګوګل به د پلټنې پایله د هغې سندرې لپاره څرګنده کړي.
ګوګل وايي، اړتیا نشته چې کاروونکي سندره په ډېر دقت سره ووایي، چې پایلې ته ورسېږي، بلکه ګوګل تر ټولو زیاته احتمالي سندره د اورېدل شوي غږ پر اساس، ښکاره کوي.
وروسته د سندرې سرلیک، د سندرغاړي نوم او په نورو شبکو لکه يوټیوب چې د ګوګل شرکت له برخو څخه دی، څرګند شي.
د دغې ځانګړنې د آزمایښت پر وخت، ديدیم کولای شي د«ژوندي پاتې کېدل» د بېجیز ډلې او « هاټ لاین» بلېنګ دریک پیدا کړي، خو د سختو سندرو لکه د پیټر ګبرېل« سالزبري هیل»، د مشکل سره مخ شوه.
د ګوګل د پلټنې په برخه کې مشر عمومي مدیر کرېشنا کومار، په یوه مطلب کې د دغه برخې په اړه لیکلي دي:
“کله چې سندره په دغه برخه کې زمزمه کوو، د ماشیني مډل زدهکړې، هغه غږ د اعدادو په رشتو بدلوي، چې د دغې نغمې استازې ده. دغه مډلونو داسې زدهکړه لیدلې، چې سندرې د څو سرچینو څخه په ګټنه، له دې ډلې د انسان د سندرې ویل، د سندرې غږول یا زمزمه کول او همدارنګه ضبط شوي فایلونه په اسټډیو کې تشخیص کړي.”
ګوګل وايي:«نوی الګورېتم د تورو د سمې املا او تشخیص لپاره د ژورو عصبي شبکو څخه ګټه اخلي. د دغو بدلونو په برابرولو سره، توانېدلي یو چې د وروستیو پنځه کلونو تشخیص د تورو د تشخیص لپاره جوړ کړو.»
په وروستیو کې ګوګل د انډرايډ سیسټم را ښکاره کړی، چې د کاروونکو موبایلونه هغه ځانګړي غږونه چې په کور کې اوري، د پیغام په استولو سره هغوی ته خبر ورکوي.
سرچینه: Indepedent