ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د ماشومانو منظم او پوره خوب د هغه د دماغ او وجود په جوړښت او وده کې ډېر اساسي رول لري، کوم ماشومان چې منظم خوب نه لري د سختو ستونزو سره مخ کیږي؛ ځکه که ماشوم په سم او ټاکلي وخت ویده نشي نو پر وخت نشي پاڅېدلای او نه هم په خپل وخت خپل کارونه ترسره کولای شي.
د لویانو په پرتله ماشومان ډېر خوب ته اړتیا لري، نو په همدې اساس باید ډېر ویده شي.
که ماشوم خپل پر وخت ویده نشي نو بد خویه یا نارامه کیږي، بیا ټوله ورځ بد چلند کوي.
که موږ خپل ماشوم پر وخت ویده نکړو دوی هېڅکله هم نه ویده کیږي، ځکه د ماشومانو ویښ پاته کېدل او لوبي کول زیات خوښیږي.
که د ورځي څخه ماشوم ویده نشي د ماښام لخوا خوب کې ګډوډي رامنځ ته کیږي او د خوب وخت یې نامنظم کیږي.
د ماشومانو نه ویده کېدل نه یوازې خپله ماشومانو ته زیان رسوي بلکې لویان هم له خوبه او له کاره باسي.
که ماشوم خپل په وخت ویده کړو همداسې یې عادت کیږي بیا نو تل پر خپل وخت ویده کیږي.
ماشوم به دا هم زده کړي چې هر کار په نظم او ترتیب سره به ترسره کړي.
که ماشوم ډېر ویده شي ذهن یې فعالیږي او خپلې زدهکړي په ښه ډول ترسره کولای شي.
که ماشوم ټوله ورځ ویښ پاته شي پر روح او پاملرنه یې ناوړه اغېزه درلودلای شي.
لږ یا نیمګړۍ خوب د ماشوم عمومي روغتیا زیانمنوي.
په ماشومانو کې د خوب کولو اندازه د هغوی فردي عواملو لکه عمر پورې هم اړه لري.
کوم ماشومان چې نوي پیدا شوي وي د ۱۵ څخه تر ۱۶ ساعتونو پوري خوب ته اړتیا لري، همداسې عمر چې لږ لږ ډېریږي/ لوییږي نو خوب یې هم نسبتا کمیږي.
د ۶ میاشتو ماشوم د ورځې دوه یا درې وخته خوب کوي، په دې وخت کې دوی د جسماني لحاظه د شپې له طرفه خوب ته اماده کېږي.
که بیا هم ماشوم مو هیڅ نه ویده کېده نو باید پوه شئ، چې کومه ستونزه لري، یا یې د خوب ځای سم ندی یا یې د ورځې داسې کوم څه سره مخ شوی چې ذهن یې ورسره بوخت دی، یا د ډار احساس کوي.
نو د همدې ټکو ته په پام سره باید ماشوم په خپل وخت ویده شي.