متحده ایالاتو د مکسیکو د دفاع پخوانی وزیر نیولی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

واشنګټن: امریکایي چارواکو د میکسیکو د دفاع پخوانی وزیر سیلواډور سانفیوګس زاپیدا د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولی دی.
د میکسیکو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مارسیلو ابرارډ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ویلي، چې د متحده ایالاتو چارواکو د جنرال سلواډور سانفیګوس د لاس انجلس په هوایي ډګر کې توقیف کړ.
د متحده ایالاتو د رسنیو راپورونو په حواله، جنرال سلواډور له خپلې کورنۍ سره په متحده ایالاتو کې د رخصتۍ په ورځ د لاس انجلس په هوایي ډګر کې ودرول شو.
مارسیلو ابرارډ په ټویټر لیکلي، چې په متحده ایالاتو کې د مکسیکو سفیر هغه ته د پخواني دفاع وزیر د نیولو په اړه خبر ورکړی دی.
د متحده ایاالتو رسنیو په حواله، دا لا څرګنده نده چې په کوم تور جنرال سلواډور سانفیوګس زپیډا نیول شوی، او نه هم امریکایي چارواکو د مکسیکو د دفاع د پخواني وزیر نیول تایید کړي.
د متحده ایاالتو نشریاتي اداره CNN وایي،کله چې یې د همدې موضوع په هکله د مخدره توکو پلي کولو ادارې ویاندې څخه د دفاع پخواني سکرتر د توقیف رد یا تایید په اړه وپوښتل، نو دوی، د هو یا نه له ځواب ویلو څخه ډډه وکړه.
خو د میکسیکو چارواکو د دوی د پخواني دفاع وزیر نیونه تایید کړې، رسنیو ته یې خبر هم ورکړی، چې هغه د متحده ایالاتو د مخدره توکو ضد ادارې لخوا نیول شوی دی.
په لاس انجلس کې د مکسیکو قونسلګري به د جنرال سلواډور سانفیوګس زاپیدا او د هغه ډیپلوماتیک مصونیت په وړاندې د تورونو په اړه لنډ معلومات ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې جنرال سلواډور سانفګیوس زاپیدا له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د میکسیکو د دفاع وزیر پاتې شوی.