ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
ځینې مور او پلرونه خپل د اولادونو څخه ډېرې تمې او غوښتنې کوي د همدې لپاره د دوی ترمنځ واټن پیدا کېږي.
کومې کورنۍ چې خپل د اولادونو سره مینه ونه کړي او عاطفي اړتیاوې یې پوره ونه شي کړی، نو اولادونه یې زړهتوري کېږي او جلا کېږي.
کوم کور کې چې بې اتفاقي او نفاق وي یو بل ترمنځ ضد وي او تل یو له بله سره کینه وکړي، نو دا کورنۍ هم یوځای نه شي پاتې کېدای.
که په کورنۍ کې له یو اولاد سره نسبت بل اولاد ته مینه وکړو هم د دوی ترمنځ کرکه پیدا کېږي او هم نسبت پلار او مور ته ځکه که عدالت ونه ساتي، همداسې ورځ تر بلې اړیکې خرابېږي.
ځینې کورنۍ کې اولادونو ته مینه نه ورکول کېږي د هغه پر ځای رټل، ګواښل او څارل کېږي.
کله چې موږ خپل اولادونه ډېر قید کړو او شرط او قوانینو ورباندې وضع کړو، نو اولاد مو له موږ او له ژوند څخه زړه تورېږي بیا نو په راتلونکې کې هر څه چې وکړل کوي یې.
موږ نه یوازې دا چې خپل خبرې پر اولادونو تحمیل کړو د هغوی خبرې هم باید ومنو چې دوی څه ډول غوښتنې لري.
که زموږ د اولادونو شمېر ډېر شي، نو ټولو ته په سم ډول لاسرسی، نشو کولای نو د دې لپاره باید ډېر اولادونه پیدا نه کړو.
په اوسني وخت کې ډېری کورنۍ غړي په ټولنیزو شبکو بوخت دي، نو دا هم یو دلیل دی چې یو انسان له بل څخه لرې کوي.
په کومه کورنۍ کې چې مینه، درناوی او هڅونه نه وي، نو هغه کورنۍ ورځ تر بلې یو بل نه لري والي غوړه کوي.
تل باید خپل په ژوند کې بدلونونه ومنو، ځکه هېڅکله ژوند په یو حالت نه وي، حتماً بدلېږي که بدلون ونه منو، ژوند مو ستونزمن کېږي.
نو تل باید هڅه وکړو چې د ژوند اصول او قوانین په سمه توګه مخ ته بوځو، چې تل مو په منځونو کې مینه وي، نه کینه او کرکه.