افغانستان له څو لسیزو راهیسې د جګړو ښکار و، لا هم دی؛ خو اوس یې هر وګړی د غلاوو له ډېروالي او په نورو پلمو له انسانوژنې کړېږي. له ولایتونو رانیولې چې ډېری کورنۍ د ناوړه پېښو قربانیان دي، په پلازمېنه( کابل) کې ورځ تر بلې د غلاوو او وژنو کچه لوړېږي. دلته په ډېریو سیمو کې په هره ګړۍ یا نیم ساعت کې یوه د غلا قضیه ثبتېږي.
د کابل استوګن کسان تر سخت اروايي فشار لاندې دي. مخکې د چاودنو له امله څوک پر ژوندي راتګ نه و باوري، اوس د غلو او قاتلینو له لاسه سهار چې له کورنیو سره خدای پاماني وشي، د بېرته ژوندي ستنېدو هیله یې نه وي. که څومره هم زړه غټ کړي او ځان په بېلابېلو پلمو ارام ونیسي؛ خو یوه تته/ښکاره وېره هرمرو ورسره شته چې د دوی ورځنۍ ژوند یې ټکنی کړی.
یوازې دا یوه اونۍ کې په لسګونو داسې پېښې ثبت او پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې له چا یو څه غلا شوي، وژل شوي وي. د ځيرک مبایل او څو روپیو له لاسه خلک خپل خوږ ژوند بایلي.
د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ولې د اړتیا وړ او سم تدابیر نه نیول کېږي، ولې دولت او لوړپوړي چارواکي د دومره وژنو پر وړاندې لا هم چوپ پاتې دي، ایا د انسان وژل ورته وړه خبره ښکاري، مسوولیت نه پېژني، که ډېر بوخت دي؟!
دا هغه اندېښنې دي چې کابل مېشتي وګړي پر خپلو شخصي پاڼو وخت په وخت له هېوادوالو سره ګډوي.
تېره اونۍ د کابل کارته نو سیمه کې وسلوالو غلو د نجونو محصلینو موټر درولی، سره زر، ځيرک مبایلونه یې ترې ټول کړي وو، نن ۱۳۹۹/۷/۲۳ماښام مهال د (سرای شمالي) لیني کاسټر موټر وسلوالو غلو درولی او ځيرک مبایلونه، پیسې یې ترې وړې وې. د تلې پر ۲۹مه د کابل (دشت برچي) سیمه کې یو ډاکټر(مظفرشاه) شهید او ډاکټر (علي) ټپي کړل شو.
خو؛ تر څه وخته به دا هر څه دوام ولري؟