نن سبا که یوې خبرې ته متوجه شوې یاست، نو د هر چارواکي، فلمي و هنرې ستورې نیولي تر عام وګړي به د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک د بندیدلو یا ځینې پوسټونو ردولو څخه سرټکوي، چې هر څوک یې بېلا بېل لاملونه ذکر کوي.
راځئ نن هم درسره د ورته شکایاتو څخه یو په زړهپورې خبر شریکوو.
ځینې ’پیاز’ عام دي او ځینې پیاز ممکن فیسبوک لپاره خورا ښکلي وي، چې دوی اجازه نه ورکوي په خپل پلیټ فارم کې یې پوسټ شي.
په دې وروستیو کې د کاناډا یو پلورنځي یوې نوي موضوع ته پام اړولی؛ کله چې یې په ټولنیزو رسنیو فیسبوکپاڼه د خپل پلورنځي لخوا ځړول شوی اعلان لرې شو، دا ځکه چې د دې اعلان انځور د پیازو ؤو، چې د فیسبوک لپاره خورا زړه راښکونکي وو، چې په وجه یې سترګې یا نظر خیره کېده.
وروسته له دې پېښې څرګنده شوه، چې فېسبوک د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه غوښتي او ویلي یې دي، چې دا یې په اتومات ټیکنالوژۍ کې د غلطۍ له امله شوي.
په کاناډا کې د «والا والا» نومي پلورنځی د خپلو محصولاتو د اندازې او په ذائقه لرونکو خوړو خورا مشهور دی. یاد پلورنځی وايي چې د دوی په استازیتوب په خپور شوي اعلان کې ، دوی په یوه ټوکرۍ کې ځینې پیاز په داسې شکل اېښي وو، چې تر څنګ یې یو پرې یا مات شوی پیاز هم ایښئ و.
د پلورنځي مدیر وايي،کله چې یې د فېسبوک د اعلان ردولو لامل وموند، نو د فیسبوک پدې پرېکړه او د انځور د لېرې کولو په غوښتنه د حیرانتیا تر څنګ خندا هم راتلله ، نوموړي د عکس پوسټ کولو او په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک لخوا د لیږل شوي پیغام په اړه فیسبوک ته عریضه یا هم د ورپېښې ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه.
فېسبوک بي بي سي ته ویلي، چې ستونزه د دوی د اتومات ټیکنالوژۍ له امله رامنځته شوې، ځکه چې دا په خپل پلیټفارم کې د «عریانیت/ لوڅوالي» خپرولو مخه نیسي.
فېسبوک وايي، چې دوی دا اعلان بیرته نیولی او دوی په دې مسله شرمنده هم دي.