خبر: نسیمه محمدي
بوسا کرېشنا په ۲۰۱۹م د ټرامپ اووه فُټه مجسمه په خپل کور کې را ځړولې وه. دا ځای د “ټرامپ د معبد” پېژندل کېږي.
د هندیا اکسپرس په حواله، بوسا کرېشنا هندوستانی اوسېدونکی، چې د امریکا ولسمشر ټرامپ یې نمانځه، د ټرامپ د کورونا وایروس مثبتې پایلې په اورېدلو، د قلبې سکتې له امله ومړ.
د نوموړي د تره زوی په وینا، نوموړی د ټرامپ او لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرامپ د کورونا ټسټ مثبت خبر اورېدلو سره، شوکه شو او ډېری شپې یې په ویښه تېرې او د هغوی د سلامتیا لپاره دعا کړې وې.
د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو په ټوېټر کې خبر خپور کړی او نړۍ ته یې د ” ټرامپ د سخت مینه وال د مرګ په اړه” خبر ورکړ.
راجو په خپل استوګنځي کې د قلبي حملې له امله بېهوښه او روغتون ته له لېږد وروسته یې، ساه ورکړه.
دغه هندي ځوان څه وخت وړاندې ټرامپ د خپل خدای په توګه وټاکه او مرسومي زارۍ او دعا ګانې چې هندوان یې د خپل خدای لپاره تر سره کوي، ټرامپ ته تر سره کول.