لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري
د انسانان د بدن د ودې او روغتیا ساتنې لپاره تل پر وخت او مناسبو خوړو ته اړتیا لري. په خوړو کې شته مغذي مواد، پروټينونه، ویټامینونه، غوړ او معدني مواد د انسان د وجود د ودې لامل کېږي او باید انسان هره ورځ د بدن د اړتیا په کچه ترې ګټه واخلي.
کابو په ټوله نړۍ کې د خوراک لپاره بېلابېل درې وختونه ټاکل شوي دي، همدارنګه په یوه ځانګړي وخت کې ځانګړو خوړو ته وخت ټاکل شوی دی، د بېلګې په ډول زموږ په هېواد کې په سهارنۍ کې چای، شیدې او داسې نورو خواړه دود دي.
خوړو ته پخوا عامو وګړو له خپلو تجربو سره سم وختونه ټاکلي دي، خو په اوسني وخت کې روغتیاپالان د خوړو لپاره مناسب وختونه ټاکي ځکه د روغتیاپالانو ته څېړنو په پایله کې په ځانګړو ختونو کې د ټاکل شوو خوړو ګټې ثابتې شوې دي.
په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د پنیر د ګټو په دې اړه مالومات درکړو چې د پنیر خوړل په کوم وخت کې ډېره ګټه لري او د بدن په ودې او روغتیا کې مرسته کوي.
پنیر په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي او ارزښتناک خواړه دي او د پروټین، د بدن اړینو امين اسیدونو، سوديم، او ویټامین Aغوره سرچینه ده چې د بدن د ودې لپاره ډېر اړین مواد برابروي. پنیر انسان ډېر ژر مړوي، که په سهارنۍ کې له پنیر څخه ګټه واخیستل شي تر دریو ګړیو پورې انسان موړ ساتي خو د دې لپاره چې پنیر په ډېره کچه سوديم او غوړي لري نو اړینه ده چې د ورځې په لړ کې له ۳۰ ګرامو څخه په ډېره کچه و نه خوړل شي.
روغتیاپالان وايي وایي چې پنیر په سهارنۍ لپاره تر ټولو ښه خواړه دي او هغو کسانو روغتیا ته ډېره ګټه لري چې وزنونه یې زیات دي.
په خپل سهارنۍ کې پنیر له پامه مه غورځوئ او پر ځای یې غلې او مغزي مواد د انرژي او کالوري د ترلاسه کولو لپاره مه کاروئ. ځينې خلک د دې پر ځای چې په خپلې سهارنۍ کې له پنیر څخه ګټه واخلي له کوچو او ځینو نورو غوړو خوړو څخه ګټه اخلي چې دا خواړه د وینې د غوړوالي لامل کېږي او دا چې لوړه انرژي او کالوري لري د وینې فشار او چاغوالي لامل کېږي.
کله چې د انسان وزن ډېر او د وینې د غوړوالي کچه لوړه شي، د زړه د سکتې لامل ګرځي، او د وینې د غوړوالي یو لامل د نامناسبې سهارنۍ خوړل دي. که یو انسان له پخوا نه هم د زړه ناروغي و لري خو په مناسب ډول سهارنۍ وخوري او په خپلې سهارنۍ کې له پنیر څخه ګټه واخلي کولای شي خپله روغتیا بېرته لاس ته راوړي.
دا چې د افغانستان د وګړو اقتصادي وضیعت ښه نه دی ډېری خلک نه شي کولای په خپلو خوړو کې له لبنیاتو لکه پېروی، شيدې، پنیر، مستې او داسې نور لبني محصولاتو څخه ګټه واخلي او همدا د دې لامل ګرځي چې وګړي د هډوکو له کمزورۍ سره مخ شي، نو ځکه باید هر وګړی په خپلو خوړو کې ارومرو له پنیر څخه ګټه واخلي ځکه د پنیرو لږه کچه کولای شي د بدن د کلیسم ټولې اړتیاوې پوره کړي.
کله چې د انسان د بدنA ویټامین لږ وي د انسان د سترګو د کمزورۍ ان تر دې چې د ړوند والي لامل ګرځي، لبني خواړه په ځانګړي ډول پنیر کولای شي د انسان د وجود د ویټامین A ټولې اړتیاوې پوره کړي نو کوښښ و کړئ چې د خپلو خوړو په لیست کې ارومرو پنیر یاددښت کړئ او تل ورڅخه ګټه واخلئ.
په پای کې باید یادونه وکړو هغه پنیر چې ډېر وخت پرې تېر شوی وي روغتیا ته زیان لري، ځکه چې د دغو پنیر امينواسيدونه تخمیر شوي وي او د انسان روغتیا ګواښلی شي، نو هڅه وکړئ چې دا ډول پنیر ونه خورئ.