ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
ډېری خلک د ځان باورۍ په مانا نه پوهېږي، له همدې امله په ژوند کې ځان باروي نه شي تجربه کولای. خلک په دې اند دي چې پر ځان باور د هغه بریاوې دي چې دوی د ځینو کړنو په ترسره کولو کې ترلاسه کړي دي.
په داسې حال کې چې داسې نه ده، رښتینې ځان باوري هغه ده چې یو انسان وړاندې تر دې چې په یوه کار کې بریالی شي، پر ځان کې د بریالیتوب او هغه کار د ترسره کولو ځواک و ویني.
د بریالیتوب او خپلو هیلو ته د رسېدلو يوه لويه ځانګړنه او یو لوی راز ځان باوري ده، هر هغه څوک چې لوړې هیلې لري باید په ځان باور ولري، ځکه همدا ځان باوري ده چې انسان د موفقیت لوړو څوکو ته رسوي.
ډېری کسان داسې ګمان کوي چې ماشوم وړاندې تر دې چې ښوونځي ته د تللو عمر ته و رسېږي، هېڅ ډول منفي او مثبت احساس نه شي پېژندلای، خو اوراپوهان وايي چې ماشوم د خپلې اروا یوه اړینه برخه چې ځان باوري ده تر پنځه کلنۍ وړاندې پوره کوي.
یاد مو وي هر څوک چې پر ځان باور و لري هغه ارومرو بریالۍ کېږي، ځکه ځان باوري انسان ته ډېره انرژي ورکوي او انسان لا ډېرو هڅو ته اړ باسي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د ځان باوري (پر ځان باور) او د دغه ځواک د پیاوړي کولو پر لارو چارو مالومات در کړو، لیکنه تر پایه ولولئ!
لومړی: ځان و پېژنئ!
ځان پېژندنه ډېره اړینه ده نو هڅه وکړئ چې تر هر څه ځان وپېژنئ. بویه د خپل ځان، خپل شخصیت، خپلو اخلاقو او د خپلو مهارتونه په اړه پوره مالومات ترلاسه کړئ او ځان په سمه توګه و پېژنئ. دې ته باید هېڅ اندیښنه ونه کړئ چې ستاسو په وجود کې څه کم دي، ځکه انسانان ټول نیمګړي دي.
که چېرې په یاد شوو برخو کې په یوې ځانګړې برخه کې کمی لرئ او یا هم ستاسو کومه ځانګړنه نیمګړې ده، هېڅ اندیښنه مه کوئ، هر انسان کولای شي په خپلو اخلاقو کې مثبت بدلون راولي، خپل شخصیت جوړ کړي او ډېرې حرفې زده کړي. که په دې نه پوهېږئ چې څنګه په خپل شخصیت او اخلاقو کې مثبت بدلون راولئ او ستاسو شاوخوا ته د مشورې لپاره هېڅوک نه شته نو ولای شئ له روغتیاپالانو او ارواپوهانو څخه مرسته و غواړئ، هغوی به تاسو ته ستاسو د ستونزو د حل لپاره سلا مشورې در کړي.
دویم: د کمزورتیا ټکي مو ومومئ!
د ځان باوري پیاوړتیا لپاره دویم اړین ټکی ستاسو د کمزوریو پېژندل دي، هڅه و کړئ چې د خپل وجود د کمزورۍ ټکي و پېژنئ او د له منځه وړلو لپاره یې کلک هوډ وکړئ. که چېرې نه شئ کولای د خپل وجود د کمزوریو ټکي له منځه يوسئ، په خپل حال یې پرېږدئ او د جبران کولو لپاره یې له نورو لارو ګټه واخلئ.
د بېلګې په ډول که چېرې کومه جسمي، ارثي او یا هم مور زېږدې کمزورۍ و لرئ، کولای شئ د ژوند د دغه تش ځای د ډکولو لپاره خپلې علمي او هنري وړتیاوې پیاوړې کړئ.
درېیم: هغه څه و کړئ چې وړتیا یې لرئ!
پر ځان د باور پیاوړي کولو لپاره هغه کړنې ترسره کړئ چې وړتیا یې لرئ، تر څو د ذکاوت او بریالیتوب احساس و کړئ، او ستاسو په بدن کې د ځان باوري احساس پیاوړی شي. هر انسان خپلې ځانګړې ځانګړنې لري څوک په پخلي کې څوک په غره مزل (کوهنوردي) کې او څوک هم په خیاطۍ او داسې نورو کړنو کې وړتیاوې لري. تر هر څه اړینه دا ده چې ستاسو اروا او ستاسو بدن له کوم ډول کارونو سره د ارامتیا احساس کوي.
څلورم، هغه کارونه در یاد کړئ چې تاسو په سمه توګه سرته رسولي دي
کېدای شي په لومړيو کې ستونزمن کار وي خو د وخت په تېرېدو سره به تاسو د وړو لاسته راوړنو په یادولو ارامتیا تر لاسه کوئ او ستاسو د وجود د ځان باوري احساس به پیاوړی شي. کېدای شي تاسو د لیکنې د دې کرښو په لوستلو ووایئ چې زه خو هېڅکله بریالی شوی نه یم، خو دا یوازې ستاسو وهم دی، ځکه هر انسان په خپل ژوند کې ډېرې لاسته راوړنې لري او تاسو هم ارومرو ځینې بریاوې لرئ.
د بېلګې په ډول په ازموینه کې برخه اخیستنه، د شهادت نامې لاسته راوړل، د وزن کمول او دې ته ورته لسګونه نورې کړنې د انسان د بریالیتوب بېلګې دي او انسان یې باید له پامه ونه غورځوي او دغو کړنو ته په سوچ کولو سره د خپل وجود کې د ځان باورۍ احساس پیاوړی کړي.
پنځم: تېروتنې مو ومنئ
ستاسو هر ډول احساس نیغ په نېغه ستاسو په کړنو، لیدلوري او فکرونو اغېزه لري. که چېرې تر تېروتنې وروسته بد احساس لرئ ځان ته دا ډاډګيرنه ور کړئ چې له انسان نه تېروتنه کېږي او تاسو هم تېروتنې کولای شئ.
هر کله مو چې بد احساس درلود خپل منفي فکر سره مخه ښه و کړئ، ځکه دا سوچونه به د دې لامل شي چې تاسو د خپل ځان په اړه بدویني (بدبینه) شئ.
شپږم، له هغو کسانو لرې اوسئ چې په تاسو باور نه لري
ستاسو شاوخوا ته د هغو کسانو شتون اړین نه دی چې پر تاسو باور نه لري او تل تاسو ته په ټيته سترګه ګوري، له دغه راز خلکو واټن و نیسئ. کله چې ستاسو په ژوند کې داسې کسان چې پر تاسو باور نه لري او یا مو وړتیاوې نه مني په ژوند کې دا ډول کسان نه وي ستاسو د ژوند خنډونه به له منځه لاړشي او تاسو کولای شئ چې په اسانۍ سره پرمختګ وکړئ.
اووم: مه ناهیلي کېږئ!
هیېڅکله د خپل ژوندانه هیلې له لاسه مه ور کوئ، ځکه همدا هیلې دي چې ستاسو ځان باوري پیاوړی کوي، که چېرې تاسو خپلې هیلې له لاسه ور کړئ، ستاسو د ځان باوري احساس به مړاوې شي.
اتم: ځان ته د ناتوانه انسان په سترګه مه ګورئ!
هېڅکله دا مه وايئ چې تاسو ناتوانه یې، او تاسو ماته خوړلې ده.
که چېرې ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي چې تاسو ته د ناتوانه او ماتې خوړلي انسان ګمان کوي، د داسې کسانو تر اغېز لاندې مه راځئ. ځکه چې که تاسو دا ډول سوچ و کړئ ستاسو په وجود کې د ځان باوري احساس له منځه ځي، او ستاسو د مهارتونو او ځواک کچه به را ټيټه شي. تل ځان ته د پیاوړي او ځواکمن انسان په سترګه و ګورئ او د ناتوانۍ افکار له ذهنه و باسئ.
نهم: ځان له نورو سره مه پرتله کوئ!
که څه هم ټول انسانان دغه عادت لري، او تل ځان له نورو سره پرتله کوي، خو که چېرې د ځان باوري اوچت احساس غواړئ نو هېڅکله هم خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، او یوازې د خپل ژوند نن له پرون سره پرتله کړئ. و ګورئ چې پروني (تاسو) له نننۍ (تاسو) سره څومره توپير کړی دی. که پرمختګ او بریالیتوب ته مو مخه کړې وي نو دا ډېره ښه خبره ده، تاسو باید د ارامتیا احساس و کړئ.
لسم: د هغو کسانو پر پل ګام کېږدئ چې پر ځان لوړ باور لري!
څېړنو ښودلي چې د هغو کسانو د کړنو تقلید چې په ځان ډېر باور لري او یا هم د ځان باوري احساس یې پیاوړی وي، د ټسټوسټرون Testosterone هورمون د ترشح لامل ګرځي، دغه هورمون د انسان په بدن کې د پیاوړتیا ځواک د احساس کچه لوړوي. هڅه و کړئ چې د درېدو پر وخت په نېغ او هسک و درېږئ، په لوړ غږ و غږېږئ او د ځان باوري احساس و کړئ.
که تاسو دغه کړنې ترسره کړئ، ستاسو مقابل لوری به هم تاسو ته ډیر ارزښت درکړي.
یولسم: خپلې ظاهري ښکلا ته پام و کړئ!
خپلې څېرې او ظاهري ښکلا ته پام و کړئ او په ځانګړو وختونو کې ځانګړې جامې واغوندئ، که څه هم جامې د انسان د شخصیت برخه نه ده خو د انسان په شخصیت ارومرو خپل اغېز لري او د انسانانو ته د ځان باورۍ احساس پیاوړی کوي. بل خوا جامې د انسان پر ذهني فعالیتونو ډېره اغېزه کوي او له هغه چاسره چې انسان مخ دی پر هغوی هم اغېز کوي. نو تل هڅه و کړئ چې ښکلې او مناسبې جامې واغوندئ، خپله ظاهري څېره ښکلې کړئ او د خپل ژوند اتل اوسئ.