خبر: نسیمه محمدي
د نيوزلنډ لومړۍ وزیرې، د دویم ځل لپاره د دغه هېواد د اوکلند ستر ښار کې اعلان کړه، چې قرنطین کموي او دوی پر کورونا وایروس بریالي شوي دي.
د اکسویس په حواله، جاسینډا آردرن، د نیوزلنډ وزيرې، وروسته له هغه څرګنده شوه چې دغه هېواد د کورونا وایروس د دویمې څپې سره په بشپړه توګه مبازره وکړه، د اوکلند ښار کې دا خبر خپور کړ.
د دولت رییسې وویل:
“د اوکلند او نیوزلنډ اوسېدونکو له هغې طرحې پیروي وکړه، چې له برکته یې کورونا وایروس ته دوه ځلي ماتې ورکړه.“
نوموړې د دویم ځلي کوربندۍ/ قرنطین د پای څخه چې د اګسټ په میاشت کې اعلان شوی و، د اوکلند اوسېدونکو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه، اوس د دغه ښار اوسېدونکو ته اجازه ورکول کېږي، چې ډله ییز پروګرامه ترسره کړي.
په ورته وخت کې، آردرن له خلکو وغوښتل، سره له دې چې د کورونا وایروس په کنټرول کې دی، خو باید خپله هوښیارتیا له لاسه ورنه کړي.
وړاندې له د روغتیا نړیوال سازمان رییس، تدروس آدهانوم د آګسټ په میاشت کې، نیوزلنډ د نړۍ لپاره یو نمونه هېواد یاد کړ او د کورونا سره د مبارزې په برخه کې یې د دغه هېواد هڅې، د ستاینې وړ یادې کړې.