غني: مذاکراتي پلاوي ته مو صلاحیت او حدود ورکړي دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: بشر درویش

جمهوررئیس غني په قطر کې د رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې باید د سولې پروسې پر ټولو ابعادو بحث وشي.
محمداشرف غني دا څرګندونې تیر ماښام د رسنیو له مسوولینو سره چې د قطر په سفر کې یې د هغه ملتیا کوله، د سولې پروسې، د افغانستان د راتلونکي او جګړې پایته رسولو په اړه خبرو پرمهال کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په دوحه کې وشوه، په پیل کې د رسنیو مسوولینو د اوربند، د طالبانو ډلې د انعطاف چې متاسفانه تر اوسه نه ده لیدل شوی، په دولت کې د اصلاحاتو، د قطر امیر سره د کتنې او بحث کېدونکو موضوعاتو او دا چې د جمهوررئیس او مل پلاوي سفر د سولې پروسې په اړه شوی، خپلې پوښتنې وکړې.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل:

«سوله زموږ لپاره له مهمو موضوعاتو څخه ده او موږ د خپلو ملي ګتو او ارزښتونو په چوکات کې، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي ته صلاحیت او حدود ورکړي او دوی پرې عملي کار کوي.»

جمهوررئیس د سولې پر بېلابېلو ابعادو او سولې پر اعمار خبرې وکړې وې ویل، باید د سولې پروسې پر ټولو ابعادو بحث وشي.
هغه په دولت کې د اصلاحاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په بېلابېلو بنسټونو کې بنیادي اصلاحات راغلي دي. په سولې پروسه کې یې په وینا هڅه دا ده چې په افغانستان کې څو کلنه جګړه پایته ورسېږي او افغان ولس په باعزته سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ حدود اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې منشور دی چې له اساسي قانون پرته به زموږ دیموکراتیک نظام نیمګړی وي.

صالح

دې ناسته کې د ښاغلي غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې د رسنیو د حضور او فعالیت په اړه وویل:

«موږ یوه کثرت ګرا ټولنه یوو او له شک پرته زموږ په مذاکراتي ټیم کې انګېزه، ژمنتیا او ظرفیت موجود دی.»

هغه د دولت په جوړښټ کې د ښځو د فعال حضور یادونه وکړه او وې ویل، په دغه سفر کې به د قطر لوري سره د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وشي.
باید وویل شي چې ولسمشر غني پرون د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لومړی کویټ او ورپسې قطر ته ولاړ.
هغه د قطر له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره لیدلي او ترڅنګ یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره هم خبرې کړي دي.