ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
سپکاوی او یو بل ته نه درنښت له یوې خبرې پیلېږي، له اوږې پورته اچولو، له رډ رډ کتلو او همداسې نور.
خو سپکه کتنه/د یو چا سپکول بېلابېل ډولونه لري. کېدی شي مستقیمې خبرې وي، نامستقیمې ویناوې، نا کلامي سپکاوی او اشاروي سپکاوی وي.
مستقیم کلامي سپکول
دا ډېر ساده دی. یو کس تاسو د خبرو په وسیله سپکوي؛ مثلاً: له موټر ښکته کېږئ، ور پرانیسئ، سمدستي دروازې ته پلی کس رارسېږي، پرې لېګږي، درته وايي:« چېرته ګورې، بېعقله!».
دې ډول سپکاوي سره څه ډول چلن وکړو؟
-پرېږدئ چې زړه تش کړي، که ستاسو خپله تېروتنه وه، وخت ورکړئ.
-د هغه چلن ته په کتو، په څو جملو کې خپل غبرګون خلاصه او شخړه ختمه کړئ.
کله چې غلی شو ورته ووایاست، وبښه! ناپامه دا کار وشو؛ خو زما نه خوښېږي چې سپکې سپورې واورم، کېدلی شي بې بدو خبرو هم خپل غبرګون وښيې.
نامستقیم کلامي سپکاوي
(څه عجیبه قواره دې ده!) دغه جمله که څوک درته ووايي، څه ډول غبرګون ښيئ؟
دې ته ناکلامي سپکاوی وايي. هر کله مو داسې خبرې واورېدلې چې فکر مو وکړ ملنډې درباندې وهي، یا مو د خلکو د خندا کوي، یا ځان درباندې بر ګڼي، لومړی یې لامل وپوښتئ چې د هغه کس موخه له دې خبرې څه شي وه، کله مو چې مالومات وکړ، منفي/مثبت غبرګون وښایئ.
د خبرې تر مالومولو وروسته ستاسو عکس العمل، هغه ته دا ورښيي چې: ( ما سره ساده، سیده، پاکې خبرې کوه او واضح یې راته وایه).
هر نامستقیم کلامي سپکاوی پر مستقیم کلامي سپکاوي بدلېدلی شي. کله چې خبره مالومه شوه، که یې موخه سپکاوی و، هغه ډول چلن ورسره وکړئ چې د مستقیم کلامي سپکاوي اړوند مو وکړې.
ناکلامي سپکاوی
که څوک بد بد راته ګوري څه باید وکړو؟
که مخاطب کس موږ سره داسې چلن کوي چې نامستقیم مو سپکوي؛ خو عملاً څه نشته، داسې وختونو کې څه پکار دي؟
له دا ډول ناکلامي سپکاوي سره چلن او غبرګون ښودل، یو څه ستونرمن ځکه دي چې کېدی شي هغه کس په رښتیا خپلو کړنو ته نه وي متوجه شوی.
که د چا موخه واقعاً ستاسو سپکول و، اړ یې کړئ چې له ناکلامي سپکاوي یې کلامي ته راووځي. هر څه په ژبه ووايي چې راګیر یې کړئ.
کېدی شي ورته ووایئ چې: «هغه د کتلو ډول دې راته تشرېح کولی شې؟»، زه ستا د زړه په خبره پوه نه شوم، مستقیم یې راته ووایه چې څه وایې.
موږ نه شو کولی ټول ناکلامي پیغامونه په ژبه را تفسیر کړو، کېدی شي د چا له کړنو مو ناسم مفهوم اخیستی وي.
مه داسې کوئ چې خبره جګړو، شخړو، وژنو ته ووځي، مه داسې کوئ چې تلخه مو وچوي او د هر چا بد چلن وزغمئ. انسان غرور لري، هېڅوک حق نه لري چې ځان ته درناوی وغواړي؛ خو خلک دې سپکوي او غبرګون دې نه ویني.