راپور: نسیمه محمدي
د بامیان د مرکز په شمول د اتو ولسوالیو اوسیدونکو په یوې غونډه کې، د لارو رغولو او د یکهولنګ دویم نمبر ولسوالۍ کې د کلینیک جوړول د دغه ولایت د اوسېدونکو له اړینو غوښتنو څخه یادې کړې.
د راپورونو له مخې؛ بامیان ولایت ته د مالیې وزارت چارواکو د یو سفر په ترڅ کې، د ناستې له لارې د دغه ولایت د اوسېدونکو د اړتیاوو د څېړنې په موخه او اشتراکي بوديجه کې د دغه غوښتنو د پر ځای کولو لپاره، اعلان وکړ، چې د ۱۴۰۰ه ل مالي بودجه کې به دا اړتیاوې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای ولري.
د مالیې وزارت او د دغه ولایت د مستوفیت مشورتي ناسته کې د خلکو له خوا د هغو پروژو چې لومړیتوب لري د بودیجې په سند کې راوپور او د ۷۸ میلیونه افغانۍ د دغو پروژو لپاره تشویقي پیسو څخه خبر ورکړ.
د بامیانو د والي مرستیال، مولوي عتیق الله عتیق په دغه مشورتي غونډه کې وویل:
“د لومړي ځل لپاره حکومت د یوې مشورتي ناستې په ترسره کولو سره، هغه پروژې چې خلکو ته لومړیتوب لري، ارزوي او له هغې وروسته به یې تطبیق کړي؛ هغه څه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې شاهدان نه وو.”
د بامیان ولایت مستوفي سید جواد حسیني هم، د دغې ناستې موخه د خلکو د اړتیاوو د تر سره کولو لپاره په دغه ولایت کې د متوازن پرمختګ لپاره مهم وګڼل.
د اوسېدونکو او د بامیان د سیمه ییزو استازو شورا، د ژمې په موسم کې د پخو او معیاري سړکونو نشتون او بندېدل، چې هر کال هغه مسافرین چې د دغه لارو څخه تېرېږي، له ستونزو سره مخ کړي او باید حکومت یې د جوړولو او رغولو په برخه کې جدي پاملرنه ولري.
د بامیان ولایت چارواکي وایي، ۷۸ میلیونه افغانۍ تشویقی پیسې د حکومت له لوري دغه ولایت ته په پام کې نیول شوي، چې د خلکو په مشوره او د لومړیتوبونو په سنجش سره به مصرف شي.