له «پبجي ګیم» څخه وروسته نن سبا په خبري او خواله رسنیو کې د (لوډو) ګیم یا لوبې په هکله رامنځته شوې تازه پېښه خورا ګرمه ده.
ګټل یا بایلل د لوبې برخه ده او د احساساتو کنټرول له لاسه ورکول د یوه ښه لوبغاړي نښه ده.
د کورونا له امله، په نړۍ کې ګڼ شمېر خلک بهتره ګڼي، چې په کور کې پاتې شي او بې له ضرورته د بهر وتلو پر ځای د خپلې کورنۍ سره یو ځای وخت تېر کړي.
هندوستان هم په دې ورځو کې د کورونا په منګول کې دی، هلته هم ښاریان په خپلو کورونو کې د مصروفیت لپاره د یو څه په لټه کې دي.
د هند په «بھوپال» ښار کې ورته یوه کورنۍ ژوند کوي، چې یوه ۲۴ کلنه نجلۍ په کور کې د وخت تېرولو لپاره د خپلو خویندو او پلار سره د لوډو لوبې پیل کړې.
د هندي رسنیو پر بنسټ، کله چې نجلۍ لومړۍ لوبه له لاسه ورکوي (ماتې خوري)، نو هغه په خپل پلار دومره په غوسه کېږي چې د مسلې د حل لپاره مشورتي ناستې پیل کېږي.
د کورنۍ د محکمې وکیل وایي، قرباني شوې نجلۍ وایي، چې د هغې پلار چې په کوم شکل لوبه ګټلې د هغې باور یې زیانمن کړی دی.
نجلۍ ویلي، چې تر لوبې وړاندې هغې په خپل پلار پوره باور درلوده او تمه یې نه درلوده، چې ګوندي پلار به یې ماتې ورکوي.
نجلۍ وایي، په داسې حال کې چې به هغې د خپلو خویندو او پلار سره د لوډو لوبه کوله، نو پلار یې هغه وهله او ټکوله، چې همدې عمل یې د هغې باور مات کړی.
ښځینه حقوقپوه وايي؛ پلار یې د ځان خلاصون لپاره په څو لوبو کې خپلې لور ته ماتې ورکړې، چې وروسته له هغې نجلۍ خپل پلار ته د “پلار” ویل پرې ایښي.
په دې هکله، د کورنۍ محکمې سالکار ویلي، چې د ورته قضیو (پېښو) لامل هم یو دا دی، «چې نن سبا خلک د ماتې منلو زغم نه لري» که څه هم دوی باید زده کړي چې د ماتې منل ورته دومره مهم دي لکه د بریا نمانځل.
د پرلهپسې څو (لوډو) لوبو له لاسه ورکولو وروسته، نجلۍ له خپلې کورنۍ سره خبرې کول پرېښي وې، خو د څلورو مشورتي غونډو وروسته، د نجلۍ او کورنۍ ترمنځ اوس اړیکې مخ په ښه کېدو دي.