لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
په ١٩.٧ کې زېږېدلى دى او په ١٩٩٤ کې مړ شوى. چې دى يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکى، د راډيو وياند او ليکوال و. هغه د تصوف د لارې لاروی و او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي.
امير حمزه شينوارى پر ۱۹۰۷ز د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک مير باز خان په کور کې زېږېدلی دی. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وو.
لومړنۍ زدهکړې يې د لواړگي (د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړې، خو ويل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره سزا ورکړه چې د ده زړه له مدرسې تور شو او له همدې لامله يې مدرسه پرېښوده.
دی د اتو کالو و چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي کې د زدهکوونکي په توگه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او ازموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې، خو له درسونو سره يې دومره مينه نه درلوده.
له ښوونځي څخه د زړهماتی يادونه يې په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لگي لکه د اسرافيل د شپېلۍ غږ. هغه وو چې په نهم ټولگي کې يې دا ښوونځی هم پرېښود. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولگي کې نيمگړی پرايښی و، خو د هغه پوهه او مطالعه ډېره وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانگړې فلسفه لري.
د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيزس ليکلی دی.
د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينوارى يې چې د ازاد نظم باني گڼل ګېږي نازولی زوی دی.
ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده پلار د لندي کوتل او تورخم ترمنځ د اورگاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه او حمزه به هم کله ناکله د مرستې لپاره ورته.
نوموړی بيا وروسته پخپله هم په اورگاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. حمزه شيتواري له فن او هنر سره هم بې کچې مينه درلوده او د اورگاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په گوټ گوټ وگرځاوه او همداسې تر بمبی پورې ورسېد. بمبی د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې وو. هغه مهال چې نوموړی بمبي کې وو نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله، چې ده د خدايه غوښته.
څنگه چې پخوا بې غږه فلمونه ول نو حمزه بابا هم پر ١٩٤٠ زېږيږ په دغو بې غږه فلمونو کې لوبگري وکړه، او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي.
د سلما اغا نيکه رفيق غزنوي پر ١٩٤١ زېږديز د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ او په دې توگه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د هغه په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توگه ورکړل شوې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېر بانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.
همدارنگه ډېر اثار هم لري او شعرونه هم ويلي
دايې هم يو له شعرونه څخه دى.
ستا په اننگو كې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړم
Manana