د روغتیا نړیوال سازمان پر کورونا وایروس د دېګزامیتازون اغېز تایید کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نسیمه محمدي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه، چې آزمایښتونو ښودلې، دېګزامیتازون کولای شي، په کورونا وایروس (کوویډ- ۱۹) اخته ناروغان ورغوي.
د راپورونو پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا کورتیکواستروئید درمل (دېګزامیتازون) کولای شي د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ بستر شوي ناروغانو په شمېر کې چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري، کموالی راولي.
images.jpg
دغه سازمان له کورتیکواستروئید درملو څخه سیسټماټيکه کارونه د شدیدو ناروغانو لپاره توصیه کړې. په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان څرګنده کړې، چې دا طریقه د کوويډ- ۱۹ خفیفو ناروغانو لپاره مناسبه نه ده.
دا آزمایښتونه د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې د برېټانیا په روغتونو کې ترسره شوي، چې ۱۱ زره او ۵۰۰ ناروغانو په کې برخه اخلي. څېړونکي د هغوی په مرستې څرګندوي، چې د کورونا وایروس بېلابېلې لارې چارې تر کوم حد، ګټورې دي.
D1961.jpg
د ډېګزامیتازون په نامه استروئیدي درملو سربېره، ناروغانو ته انټي بیوټيک لکه ازیترومایسین، د وایروس د له منځه وړلو او د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره توسیلیزوماب او د ملاریا ضد درمل، هایدروکسي کلوروکین، هم ورکول کېږي.
یادونه: پورته ذکر شوي درمل باید د ناروغۍ شدت ته په کتو او د روغتیاپال په مشوره مصرف شي.
_112951968_f37c9cd2-8b71-4628-b509-ab5e1f9367c2.jpg

1 Comment

Comments are closed.