ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ
سليمان لايق د 90 کلونو په عمر وفات شو
سليمان لايق د اکټوبر ١٢ په ١٩٣٠ ز کې د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلى دى.
سليمان لايق يو افغان لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال دی.
ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.
دده اصلي نوم غلام مجدد دی او ددې نوم مانا نوښتگر دی. د لايق پلار له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود، د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلېمان لايق پلار نظر بند شو.
لايق په پنځه کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شوی ؤ، له رارسېدو سره سم د کوي ناروغي ورپېښه شوه او په مټکې له مرگه بچ شو، مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت دی بېرته د ځان سره کلي ته بوته او تر دوه کاله پورې په کلي کې د مور سره پاتې شو خو وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه دی بېرته کابل ته د مور سره يوځای ولاړ.
دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه و، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شوه چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو.
لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ، له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونزو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او په ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.
په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگۍ پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو، خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنگيالی ؤ، د لايق او دده د ملگرو ملاتړ ته ېې راودانگل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طلاب بېرته مدرسه کې ومني.
ډېر اثار يې ليکلي چې ځينې يې دلته ليکو:
چونغر: شعري جونگ
کيږدۍ: شعري جونگ
يادونه او درمندونه: شعري جونگ
قصې او افسانې: شعري جونگ
د اباسين سپيدې
شپېلۍ
سمت روشن جاده ها
د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله
سليمان لايق دافغانستان نامتو شاعر او ليکوال دى چې له څه مودې راهيسې ناروغه وو د ٩٠ کلونو په عمر يې له دې نړۍ څخه ستړگې پټې کړې.