له ۸۶ کلونو وروسته په ایا صوفیه جومات کې د اختر لمونځ ادا شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

نن د جمعې پر ورځ ۸۶ کلونه وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې په ایا صوفیه جومات کې زرګونه کسانو د اختر لمونځ ادا کړ.
تېره جمعه بیا له ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پکې د جمعې لمونځ ادا کړل شو، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په ګډون پکې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

صوفیه جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري، چې دوه نیم زره کاله مخکې یې ودانۍ جوړه شوې ده.
دا ودانۍ لومړی د کلیسا په موخه، بیا جومات شو، بیا په موزیم بدل شو او اوس یو ځلې بیا په جومات بدل شو، چې له ۸۶ کلونو وروسته نن جمعه په لومړي ځل پکې د اختر لمونځ اداء شو.

دا جومات ۸۶ کلونه مخکې د ترکیې د یوه پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شو او له هغه وروسته درې اونۍ مخکې د ترکیې سترې محکمې د یوه حکم له مخې بیا جومات کړ.
پر دې پرېکړې په وړاندې د عیسویانو ګڼو مشرانو اندېښنې وښودلې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې په وړاندي کلک دریځ ونیوه او دا یې د ترکیې داخلې مسئله وبلله.