انګلستاني براډ په ټیسټ کرکټ کې پنځه سوه ویکټې پوره کړې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو تېز توپ اچونکي سټورډ براډ د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې خپلې ویکټې تر ۵۰۰ واړولې.
براډ د ویسټ انډيز په وړاندې درېیمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې خورا ښه وځلېد، چې په دواړو پاڼيو کې یې د ویسټ انډيز ۱۰ ویکټې واخیستې.
په دې سره براډ د کرکټ په تاریخ کې اووم لوبغاړی شو، چې ټیسټ کرکټ کې خپلې ویکټې ۵۰۰ ته رسوي.
تر براډ مخکې د سریلانکا مورالیتاران، د اسټرالیا شین وارن، د هند انیل کمبلې، د انګلستان انډرسن، د اسټرالیا مک ګریت او د ویسټ انډیز والش په ټیسټ سیایلو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې دي.

۳۴ کلن سټورډ براډ د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ۲۰۰۷م کې لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه، چې له هغه راوروسته یې تر دې دمه ۱۴۰ ټیسټ لوبې ترسره کړي دي او په دې ټیسټ لوبو کې توانېدلی، چې ۵۰۱ ویکیټې واخلې.

د هغه په یوه لوبه کې په ۱۵ منډو ورکولو سره یې ۸ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.
براډ په انګلستان کرکټ ملې لوبډله کې اوس یو مخکښ او نامتو تېز توپ اچونکی بلل کیږي، چې هر وخت یې له ځانه ښه وړتیاوي ښوودلې دي.